-
له تاجکستان سره مو اړیکې د پراختیا په حال کې دي
Nov 01, 2024 12:12د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي چې، له تاجکستان سره د سرپرست حکومت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.
-
افغانستان ته ایران غیر تیلی صادرات ۳۱فیصده نور هم زیات شوي
Nov 01, 2024 02:41سحاب – په افغانستان کې د ایران تجارتي سلایار افغانستان ته د ایران د غیر تیلی صادراتو د اوڅاره ډيریدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي چې په همداوروستیو کې دغه صادرات تر ۳۱فیصدو پورې زیات شوي دي.
-
په کورمې کې په شلمې ورځې هم د پاره چنار پيښور ستره لاره بنده ده
Oct 31, 2024 12:39په پاره چنار کې ځاي ټولنیزو فعالانو چې پرون ئې ددغو لارو په بندیدا باندې په اعتراض کې په ښار کې پرلتۍ وهلي دي،ګواښ کړی چې که سترې لارې خلاصې نشي ،نو دوي به خپلو پرلتیو ته دوام ورکړي اوپر ټولو حکومتي او پوځي مسئولانو او اورګانونو به ټوله لارې وتړي.
-
د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده
Oct 30, 2024 08:46په هرات ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
-
روسیه په افغانستان کې د سولې دپیاوتیا لپاره ژمنه ده
Oct 30, 2024 02:57د روسیې د مشرانو جرکې مشرې چې د پاکستان په سفر تللې ، ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ،ماسکو په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا لپاره هماغه راز پابنده ده
-
د افغانستان حکومتي اورګانونه له داخلی تولیداتو څخه استفادې ته پابنده دي.
Oct 28, 2024 11:16د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.
-
پر خبریالانو د اسرائیلو برید جنګي جنایت دی
Oct 26, 2024 03:54د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم له خوا د لبنان په سویل ختیځ کې د خبریالانو پر کورونو بمباري، د اسرائیلو د جنګي جنایت بله بېلګه وبلله.
-
په هلمند کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې
Oct 26, 2024 03:06د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې، په هلمند ولایت کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې.
-
سرپرست حکومت دې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي
Oct 25, 2024 04:05په افغانستان کې د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د روسیې په کازان کې د بریکس غړو هېوادونو، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې د روان کړکېچ سوله ایز حل، اړین دی.
-
د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلې مېرمن کابل ته رسېدلې ده
Oct 25, 2024 03:59د سوک وهنې افسانوي لوبغاړي محمد علي کلې مېرمن خلیله علي کلې او ورسره مل پلاوی پرون کابل ته ورسېد.