-
په تېره لسیزه کې له ۶۳ زرو زیات کډوال مړه او نادرکه شوي
Mar 27, 2024 07:23د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره او ۲۸۵ تنه له خپلو هېوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.
-
ترهه ګر له چین سره د پاکستان د ژورو اړیکو په خرابولو پسې دي
Mar 27, 2024 03:44د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په شانګله سیمې کې د چیني انجنیئرانو په یوه بس باندې په ځان مرګي حملې کې پنځه چینیان او د هغوي ډرائيور وژل شوي دي.د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ، په پاکستان کې د چیني ښاریزو په ضد ترټولو وروستي ترهه ګر اقدامات د چین او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیاؤ د خبرداري ټلۍ کړنګولې ده او د دواړو لورو په تیره بیا د چین اندیښنې ئې راپارولي دي.
-
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د عبیدالله احمدي د آزادېدو غوښتنه کړې
Mar 26, 2024 02:52د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو څخه غوښتي چې په کندوز ولایت کې ځايي خبریال عبیدالله احمدي خوشې کړي.
-
د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې
Mar 26, 2024 02:33د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
-
ترکیې په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو د پرانیستوغوښته وکړه
Mar 24, 2024 11:02د افغانستان په کابل کې د ترکیې سفیرپه افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د انجونو د ښونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده .
-
۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري
Mar 24, 2024 02:07د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
-
ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
Mar 24, 2024 01:39د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندهار په لومړۍ ناحیه ځانمرګی برید غندلی دی. دغې شورا جمعه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.
-
که پر پاکستان بل برید وشو، زموږ ځواکونه پر افغانستان برید ته چمتو دي
Mar 21, 2024 04:40د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »
-
د نجونو پر زدهکړو بندیز د توجیه وړ نه، بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده
Mar 21, 2024 04:32د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
-
له زده کړو د نجونو بې برخې کول زړه ماتوونکی دی
Mar 21, 2024 02:28په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.