بريتانیا د افغانستان د تېر نظام ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153238-بريتانیا_د_افغانستان_د_تېر_نظام_۵۰۰_ځانګړو_ځواکونو_ته_پناه_ورکوي
ټاکل شوې د بریتانیا دولت د افغانستان د تېر نظام ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکړي.
(last modified 2024-10-15T04:57:10+00:00 )
Oct 15, 2024 09:19 Asia/Kabul
  • بريتانیا د افغانستان د تېر نظام ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکوي

ټاکل شوې د بریتانیا دولت د افغانستان د تېر نظام ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکړي.

د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د تېر نظام شاوخوا دوه زره ځانګړو ځواکونو چې په دې هېواد کې یې له برتانوي ځواکونو سره ګډ کار کړی وو، د پناه غوښتنه کړې ده.

په دې شمېر کې د یو زرو او ۵۰۰ کسانو برخلیک لا نه دی په ډاګه شوی.

د بریتانیا د دفاع وزارت پارلماني مرستیال لوک پولارډ د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي: «یو شمېر غوښتنلیکونه په ناسمه توګه رد شوي وو او په دې هکله نوې ارزونه شوې ده»

پولارډ ویلي چې ښايي ۲۵ سلنه غوښتنلیکونه بیا ومنل شي.

د معلوماتو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې شپږ پخواني سرتېري له برتانوي ځواکونو سره د همکارۍ په تور ووژل.

د دې ترڅنګ له طالبانو څخه د وېرې او امنیتي ګواښونو له وجې د تېر نظام یو شمېر ځانګړي ځواکونه له افغانستانه وتلي او د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو کې اوسېږي.