شهید السنوار د مقاومت او ایثار مظهر وو
د طالبانو د الاماره ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د یحیی سنوار د شهادت له امله د فلسطین له خلکو او اسلامي امت سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي:
د فلسطین ګرانو خلکو او د القسام په کنډکونو کې خپلو وروڼو ته: په ډېرې خواشینۍ سره، د مجاهد قومندان یحیی السنوار د شهادت خبر مو چې خپل ژوند یې د الله تعالی په لاره کې د فلسطین له قیمتي خاورې او د اسلامي امت له مقدساتو څخه په دفاع کې تېر کړ، تر لاسه کړ.
موږ په دې غم کې له تاسو سره یو او د دغه زړور اتل د شهادت له امله تاسو او ټول اسلامي ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
شهید یحیی السنوار د استقامت او مقاومت مظهر وو او د هغه مبارک ژوند به، د اشغال او ظلم پر وړاندې د جهاد او مقاومت د ټولو پیروانو لپاره د لارې څراغ وي.
د لوی خدای له درباره ورته د پیغمبرانو، اولیاوو او شهیدانو په شان مقام او کورنۍ او وارثانو ته یې د زړه صبر او اجرونه غواړو.