-
ملاحسن آخند: د نظام د بنسټونو په اړه ستونزې شته او باید وېښ اوسو
Jun 07, 2025 14:38د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د لوی اختر لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو باید ویښ واوسو، علما او ټول افغانان باید دښمن ته د نظام د بنسټونو د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.
-
نن په افغانستان او پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
Jun 07, 2025 14:32نن افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.
-
د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت زموږ مبارکي ومنئ
Jun 06, 2025 07:43د تهران راډیو ټول کارکوونکي په همدې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا تاسو قدرمنو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
-
طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي
Jun 06, 2025 07:38د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.
-
په افغانستان کې د کانګو تبې پېښې په زیاتېدو دي
Jun 06, 2025 07:30د لوی اختر په رارسېدو سره د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د کانګو تبې (CCHF) پېښې مخ په ډېرېدو دي.
-
د پاکستان استازی د م.م. په امنیت شورا کې د طالبانو پر ضد د کمېټې مشر شو
Jun 05, 2025 06:35په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې، چې د ۱۹۸۸ په نوم مشهوره ده، مشري په غاړه واخیسته.
-
غور کې د غوریانو د امپراتورۍ د دورې ۶۰ د سرو زرو سکې موندل شوي
Jun 05, 2025 06:32د افغانستان د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د غوريانو د دورې اړوند ۶۰ د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر عبدالحي زعیم ویلي چې دغه قیمتي سکې او کوزه د الله یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوې دي.
-
طالبان د کابل ژوبڼ بل ځای ته انتقالوي
Jun 04, 2025 06:10طالبان وايي، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کېږي.
-
په هرات کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړ او خپل مور او پلار یې ووژل
May 25, 2025 13:34په هرات کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل مور او پلار یې په چاقو سره وژلي دي.
-
هند له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې تعامل ته دوام ورکوي
May 24, 2025 07:15د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خبرو او تعامل دوام ته ژمن دی.