۲۰۲۵کال کې د افغانستان او ازبکستان سوداګري ۱.۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې
ازبکستاني چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د دواړو هېوادنو ترمنځ د ۲۰۲۵کال پرمهال د سوداګرۍ کچه ۱.۶ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې ده چې دا د ۲۰۲۴کال په پرتله ۴۵.۵سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه هېواد د احصایې ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۳کال دوه اړخیزې سوداګرۍ په پرتله بیا دامهال له ۸۰ سلنې ډېر زیاتوالی ښودل شوی دی.
په راپور کې د ۲۰۲۵کال پرمهال افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت ۱.۵ میلیارډه ډالر ښودل شوی چې د دغې دوه اړخیزې سوداګرۍ له ۹۰ سلنې زیاته برخه جوړوي.
افغانستان ته د ازبکستان صادرات تر ډېره خوراکي توکي، صنعتي محصولات او د انرژۍ برخه جوړوي.
ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ برخه کې تر ټولو لوی شریک چین، روسیه، قزاقستان، ترکیه او سوېليکوریا بللي دي.