افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د افغانستان علماوو، د امریکا او صهیونیسټي رژیم دسیسې وغندلې او له ایران څخه د افغان مسلمان ملت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت د شیعه علماوو د شورا رئیس«حجتالاسلام حسینعلي بیاني»، « د رهبرۍ له ستر مقام او د ایران له ملت څخه د افغانستان د علماوو د ملاتړ او پیوستون » په مراسمو کې، د مسلمانانو ترمنځ د یووالي پر ارزښت په ټینګار سره وویل: د افغانستان مسلمان ملت د نورو مسلمانو ملتونو ترڅنګ، په ځانګړي ډول د نړۍ د اهل تشیع د تقلید مرجع په توګه له حضرت آیتالله خامنهیي او د ایران له ملت څخه ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د امریکا او اسرائیلو دسیسې غندي.
بیاني د غزې په تړاو د صهیونیسټي رژیم د بشر ضد جنایتونو ته په اشارې سره وویل: ملګري ملتونه او نور بنسټونه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، د غزې د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې دي، خو پر ځای یې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشروع اقدام پر وړاندې دریځ نیسي.
په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل «حمیدرضا احمدي» هم په دې ناسته کې د افغانستان د شمالي ولایتونو د علماوو له دریځونو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: رښتیا هم د افغانستان په شمال کې خلکو د ستر رهبر او د ایران له ملت سره د ملاتړ او پیوستون په برخه کې خپل حق ادا کړ او د غونډو په جوړولو، ټلفوني اړیکو او د خواخوږۍ پیغامونو له لارې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
احمدي ټینګار وکړ: امریکا او صهیونیسټي رژیم د ایران د خلکو مشروع اعتراضونه د خپلو نفوذي عناصرو په وسیله په تاوتریخجنو ګډوډیو واړول، بېګناه ماشومان، ښځې او سړي یې په وینو سره کړل، او زرګونه جوماتونه، امبولانسونه، بسونه، شخصي موټرې، د استوګنې کورونه، تاسیسات او عامه ځایونه، ان تر دې چې کلیساوې هم وسوځولوې.
د شیعه او سني په ګډون د دې ناستې نورو ویناوالو، د ایران له ملت سره د افغان ملت پر ملاتړ او پیوستون ټینګار وکړ او د اسلامي نړۍ په کچه د اغېز لرونکو دوو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکو د پیاوړتیا یادونه یې وکړه.
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د درنې واورې او باران، سختې هوا او شدیدې یخنۍ له امله چې د دې هېواد د یو شمېر وګړو د مړینې سبب شوې، د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د دې پېښې له امله پاتې شویو کسانو ته د تسلیت تر څنګ، ټپیانو ته د روغتیا هیله وکړه.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د درنو واورو او بارانونو له امله لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. د افغانستان چارواکو همدارنګه د خرابو هوا حالاتو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او له وګړو یې غوښتي چې د خوندیتوب سپارښتنې مراعات کړي.
د افغان طالبانو ویاند«ذبیحالله مجاهد»، د یوه بل امریکايي تبعه د بندي کېدو په تایید سره وویل: له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبرې روانې دي، خو د بندیانو خوشې کېدل باید دوه اړخیزه وي.
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړی وو: د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ پټې خبرې د اختلافاتو، په ځانګړي ډول د خوشې کېدونکو بندیانو د شمېر او هویت پر سر، بندون ته رسېدلې دي.
مجاهد د افغانستان په زندانونو کې د دوو پخواني امریکايي پوځیانو «دنیس والټر کویل» او «پولینسیس جکسون» د بندي کېدو په تایید سره، چې افغانستان ته د هغه د راتګ لاملونه لا هم روښانه نه دي، وویل: خبرې ترسره شوي او لا هم روانې دي، خو دواړه لوري تر اوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت مخکې له دې افغانستان کې د نیول شویو امریکایانو د تبادلې لپاره له افغان طالبانو سره خبرې کړې وې، خو دا خبرې په پای کې ناکامې شوې.
د افغان طالبانو ویاند«ذبیحالله مجاهد»، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي «انتونیو ګوترش» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: دا سازمان باید د هېوادونو او ملتونو حقونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو او ارزښتي چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
د افغان طالبانو ویاند زیاته کړه: د ملګرو ملتونو لومړنی اصل دا دی چې د هېوادونو کړنو ته باید درناوی وشي، ځکه هر هېواد خپل قانوني حقوق لري او ملتونه هم حقونه لري. د ملګرو ملتونو پالیسۍ باید د خلکو د حقونو د ضایع کېدو لامل نه شي.
«انتونیو ګوترش» په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې بنسټیز شرط دا دی چې د دې هېواد ادارې په رښتینې توګه ټولګډونه وي او د افغانستان د ټولو قومي ډلو او ټولنیزو برخو استازیتوب وکړي.
د روسیې د دفاع وزارت مرستیالانو او د افغان طالبانو د دفاع وزارت استازو په مسکو کې د پوځي او امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه سلا مشورې وکړې.
د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزارت مرستیال «واسیلي اوسماکوف» او د افغان طالبانو د دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال «محمد فرید» په مسکو کې سره لیدنه او خبرې وکړې. د روسیې دفاع وزارت د بیانیې له مخې، دواړو لورو د اوسني وضعیت او د مشترکو علاقو په برخو کې د پوځي همکاریو د پراختیا او د راتلونکو لارو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
د دې لیدنې اصلي محور د پوځي همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې او د دواړو لورو ترمنځ د دوامدارو اړیکو لپاره د منظم چوکاټ رامنځته کول وو. د روسیې دفاع وزارت په بیانیې کې راغلي: دواړو لورو هوکړه وکړه چې په راتلونکې کې د منظمو پوځي همکاریو لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پاکستان صدراعظم «محمد شهباز شریف» او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» ټلفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو د سیمې د بدلونونو او دوهاړخیزو اړیکو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې شهباز شریف او پزشکیان د پاکستان او ایران ترمنځ د نږدې او ورورګلوۍ اړیکو په رڼا کې، چې ریښې یې په ګډ تاریخ، کلتور او ایمان کې دي، د دې ژمنه تازه کړه چې د بنسټیزو دوهاړخیزو میکانېزمونو له لارې په لوړه کچه منظمې اړیکې او سلا مشورې وساتي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټولو برخو کې لا زیاته همکاري پیاوړې شي.
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ناسته کې د اسلاماباد د حکومت له خوا له ایران څخه د ملاتړ په غبرګون کې، په ایکس ټولنیزه شبکه کې د پاکستان له دولت څخه د تاریخي او ټینګ ملاتړ له امله مننه وکړه.
امیري مقدم زیاته کړه: د پاکستان له خوا د ایران پر ضد د یوه ناعادلانه پرېکړهلیک پر وړاندې منفي رایه ورکول، د پاکستاني چارواکو ابتکار وو.
په اسلاماباد کې د ایران سفیر ولیکل: دا اصولي دریځ په تېر یو کال کې د ایران پر ضد د بېدلیله او سیاسي انګېزو پر بنسټ د شویو اقداماتو درېیمه پرلهپسې ناکامي وه.
امیري مقدم ټینګار وکړ: دا ډول ټینګ او مسوولانه ملاتړ د پاکستان د اوږدمهاله ژمنتیا څرګند انعکاس دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دې وروستیو کې په یوه سیاسي ناسته کې په ایران کې د بشري حقونو د نقض ادعاوې وڅېړلې. ۷ هېوادونه چې د لوېدیځو هېوادونو د دې دښمنانه پرېکړهلیک پر وړاندې یې منفي رایه ورکړه، دا دي: چین، کیوبا، هند، پاکستان، ویتنام، اندونیزیا او عراق.
د پاکستان د سنا جرګې مخالفې ډلې د پارلمان د ناستې د جوړېدو او د اسلاماباد د حکومت له خوا د ټرمپ د سولې له پلاوي سره د یوځای کېدو د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د سنا جرګې د اپوزیسیون مشر«راجا ناصر عباس جعفري»، پر دې پرېکړې په نیوکې سره وویل چې دا اقدام د فلسطین د آرمان پر ضد معامله ده او د دې غړیتوب د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
د اپوزیسیون مشر د پاکستان د پارلمان د ګډې ناستې غوښتنه هم وکړه څو د حکومت د دې اقدام په اړه بحث وشي او پر ضد یې پرېکړهلیک تصویب شي. هغه ټینګار وکړ: دا موضوع یوه ځانګړي ګوند پورې اړه نه لري، بلکې د پاکستان، د هغه د خلکو، د اسلام دین، او ملي غیرت مسئله ده.
سیمهییزو چارواکو او پاکستاني وګړو ویلي چې له ۷۰ زرو څخه ډېر کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د پاکستان د تحریک طالبان (TTP) پر ضد د پوځي عملیاتو د امکان له وېرې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د افغانستان پولې ته څېرمه له یوې لرې پرتې سیمې تښتېدلي دي.
خو د پاکستان دفاع وزیر «خواجه محمد آصف» د سیمې د اوسېدونکو او ایالتي چارواکو ادعاوې رد کړې او ویې ویل: د خیبرپښتونخوا ایالت په «تیراه» ښار کې هېڅ پوځي عملیات روان نه دي او نه هم په دې اړه کوم پلان شته.
د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر «سهیل افریدي» هم د پاکستان پر پوځ نیوکه وکړه او ویې ویل: سیمهییز حکومت به اجازه ورنه کړي چې پوځ په تیراه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د ټيټيپي پر ضد به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د علماوو شورا په یوه بیان کې ویلي چې د افغان طالبانو جزايي اصولنامه د اسلامي لارښوونو له مخې نه ده جوړه شوې او د قرآن او سنت خلاف ده.
د افغان طالبانو مشرتابه «هبتالله اخندزاده» په دې وروستیو کې هغه جزايي اصولنامه توشیح کړې چې لس څپرکي او ۱۱۹ مادې لري او په عملي توګه د افغان طالبانو د جزايي قانون حیثیت لري.
تر دې وړاندې د افغان طالبانو د سترې محکمې ویاند «عبدالرحیم راشد» د نوې اصولنامې د محتوا په اړه ویلي وو چې د تعزیري جرمونو په صورت کې به د افغانستان وګړي د هغوی د ټولنیز پوړ له مخې بېلابېل مجازات کېږي.
له دې مخکې د افغان طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس «عبدالستار سعید» د دې اصولنامې پر وړاندې د نیوکو په غبرګون کې ویلي وو چې د نوي قانون جنجالي کېدل د اسلامي لیدلوري او لوېدیځ حقوقي نظام ترمنځ د بنسټیز تضاد له امله دي.
خبري سرچینې خبر ورکوي چې د پاکستان په بلوچستان کې پر ۱۲ ښارونو همغږي نوي بریدونه پیل شوي. دا بریدونه د کویټې، نُوشٌکي، مستونګ، تُمپ، دالبندین او ګوادر په ګډون مهم ښارونه رانغاړي.
سیمهییزې سرچینې د چاودنو، درنو ډزو، ځانمرګو بریدونو او د پاکستاني امنیتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ترمنځ د مستقیمو نښتو خبر ورکوي. په کویټه کې چې د بلوچستان ایالت مرکز دی، د اورګاډي تمځي ته نږدې او په امنیتي سیمو کې پرلهپسې چاودنې راپور شوي او د دې ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
همدارنګه راپورونه خپاره شوي چې لږ تر لږه د موټر بم دوه ځانمرګي بریدونه د تُمپ په سیمه کې شوي دي. په ورته وخت کې، په څو ښارونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او بلوڅ وسلهوالو ترمنځ مستقیمې نښتې روانې دي او د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو رسمي شمېرې لا نه دي تایید شوې.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د دغو بریدونو پر مهال د پاکستان څو د پولیسو پوستې او امنیتي مرکزونه تر برید لاندې راغلي یا د بریدګرو لاس ته لوېدلي او په ټوله بلوچستان کې د اورګاډي تګ راتګ ځنډول شوی دی.
ژباړه: زماني