د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د لوږې له ناورین سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170182-د_خوړو_نړیوال_پروګرام_افغانستان_د_لوږې_له_ناورین_سره_مخ_دی
دغه پروګرام ویلي چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو د لوږې له بحرانونو سره مخ هېواد دی او له هر درېیو کسانو څخه یو کس بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.
(last modified 2026-01-30T22:33:16+00:00 )
Jan 31, 2026 03:00 Asia/Kabul
  • د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د لوږې له ناورین سره مخ دی

دغه پروګرام ویلي چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو د لوږې له بحرانونو سره مخ هېواد دی او له هر درېیو کسانو څخه یو کس بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.

یاد سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د خپلو مالي همکارانو په مرسته توانېدلی په مناسب وخت او ځای کې تر ټولو زیانمنو کسانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د سختې یخنۍ له رارسېدو سره به خلک د لوږې له جدي ګواښ سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي، هېواد کې د بې‌وزلۍ له‌منځه وړو لپاره یې، پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.