-
په تر ټولو ممکن ليرې واټن کې دد ټارګټ شنډول د هوائي دفاع سټراټیژي ده
Sep 02, 2026 05:38پارس ټوډې ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا(ص) مرکزي قرارګاه قوماندان وویل: پر داخلي توان او متخصصو ځوانانو تکیه کول، د ایران پر وړاندې د هر ډول او هرې کچې متعارفو او نوو پوځي ګواښونو ته پر وخت، انقلابي او اغېزشیندونکي ځواب ورکولو لپاره اړین شرط دی.
-
د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا تپلی فرمان هیڅکله هم نه مني
Sep 02, 2026 05:22پارس ټوډې ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: ایران خپلې ملي ګټې د پرېکړو بنسټ ګرځوي او د امریکا د هڅو پر وړاندې چې غواړي خپلې غوښتنې پر ایران وتپي، تهران به د واشنګټن تپلي فرمان ته تسلیم نه شي.
-
ایران په تېرو ۱۵ میاشتو کې په پوځي برخې کې د یوې لسیزې هومره پرمختګ کړی
Sep 02, 2026 05:04پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: په تېرو ۱۵ میاشتو کې مو په پوځي برخې کې د یوې لسیزې هومره پرمختګ کړی او ایران تر خپل دښمن ډېر توانېدلی چې خپل پوځي قدرت بېرته ورغوي.
-
د ایران او روسیې دوه اړخیزې اړیکې به لاژورې او پیاوړي شي
Sep 02, 2026 04:54پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان وویل: د ایران او روسیې ترمنځ اړیکه یوه عادي اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکې ســټراتېژیکې او پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.
-
د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وي،منع دي
Aug 29, 2026 05:17پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکي ولسمشر، قدرداني وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوي دي. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وي، ممنوع دي.»
-
په پاکستان کې «د نبوي سیرت په رڼا کې نوی نسل»نومې نړیوال کنفرانس جوړ شو
Aug 29, 2026 07:36پارس ټوډې - د کنفرانس اصلي موضوعات د رسول اکرم(ص) د سیرت بېلابېل اړخونه وو؛ په ځانګړې توګه د نوي نسل لپاره د فکري، اخلاقي او ټولنیزې روزنې اهمیت، د شخصیت جوړونه او له اسلامي ارزښتونو او اصولو سره د ځوانانو د اړیکو پیاوړتیا.
-
ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره به د هېواد د اقتدار او عزت ساتنه کوو
Aug 29, 2026 06:46د ایران ستر ملت او قدرمن او معظم رهبر ته ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره، د هېواد له نورو قواوو سره یوځای به ان شاا...، د غوړېدو او پرمختګ په لاره کې د هېواد د اقتدار او عزت ساتونکي واوسو.
-
د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي ترهګري د بشریت پر وړاندې جنایت دی
Aug 29, 2026 06:43پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي ترهګري د بشریت پر وړاندې جنایت بللې ده.
-
نیویارک ټایمز روښانه کړې؛ اقتصادي کلابندي هیڅ نتیجه نه ورکوي
Aug 29, 2026 05:36پارسټوډي ــ یوې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي چې د شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته داسې ښکاري چې ایران لا پیاوړی شوی، په داسې حال کې چې د امریکا موخې لا هم روښانه نه دي.
-
ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید درملنه ئې وشي
Aug 29, 2026 05:28پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې هغه وَهمي څرګندونې وبللې.