-
د انتخاباتو د پایلو تر اعلانیدو به خپل فعالیت ته دوام ورکړم
Jan 20, 2020 12:36عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې ترڅو د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو فاینل نتایج نه وي اعلان شوې تر هغې به خپل فعالیت جاري وساتي.
-
خلک د امریکا او د طالبانو په خبرو باور نلري
Jan 20, 2020 01:08فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار ټینګار وکړ د دغه هیواد خلک د امریکا په سولې هیڅ اعتماد نلري .
-
په پاکستان کښې د امریکا ضد مظاهرې وشوې
Jan 20, 2020 00:59زمونږ خبریال وايي د پاکستان خلکو په سیمه کښې د امریکا په سیاستونو او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کښې د واشنګټن په ترهګر اقدام اعتراض کښې په اسلام اباد کښې د امریکا د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې .
-
د امريکې او طالبانو د خبرو اترو ماتې
Jan 19, 2020 11:36د افغان ولسمشر وياند په قطر کښې د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو د ناکامۍ خبر ورکړ.
-
یمنیانو د سردار سلیماني د وژلې د غندنې په موخه مظاهرې وکړې
Jan 19, 2020 04:10د یمن د الحدیده ولایت خلکو په دغو مظاهرو کښې د سردار سلیماني د ټرور د غندنې په ترڅ کښې د امریکې جنایت ته د ایران د توغندوي ځواب ملاتړ وکړ.
-
د امریکې او طالبانو ترمینځ مذاکراتو ماتې خوړلې ده
Jan 19, 2020 02:40د افغانستان د ولسمشر ویاند په قطر کښې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د ماتې خبر ورکړی دی.
-
ننګرهار کښې پینځه طالبان وژل شوي
Jan 18, 2020 12:07دننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیانی وایی تیره شپه دملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونو ددی ولایت د خوږیانیو ولسوالۍ په بیټنۍ سیمه کی عملیات ترسره کړي چې پکي پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او همدارنګه دپولیسو یو رنجر موټر چې پخوا دوسله والو طالبانو لاسته لویدلی و او اس یي له چاودیدونکو توکیو ډک کړی او غوښتل یی په یوه تروریستی پیښه کې ترې کار واخلي چې موخې ته له رسیدو وړاندی له منځه یوړل شو او په دې توګه د دغه تروریستی پیښي مخه ونیول شوه دوالي ویاند وویل په دغو عملیاتو کې په طالبانو پورې اړوند دری(
-
طالبانو د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ
Jan 18, 2020 09:50تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر عبدالغني یوځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د جګړې په ختمیدا سره د امریکا عسکر باید له هیواد څخه ووځي .
-
ایران سیمه او نړۍ کښې شخړه او جنګ نه غواړي
Jan 18, 2020 09:20زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د خپل دوه (۲) ورځني سفر په پاې کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې واشنګټن ته له سفر وړاندې د ایران له چارواکو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وویل هغه نښې نښانې چې مونږ د ایران له چارواکو ترلاسه کړې د دې ښودنه کوي چې ایران په سیمه کښې جنګ نه غواړي بلکې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د تاوتریخوالي د کمیدا غوښتونکی دی .
-
طالبان زر له امریکا سره موافقه کوي
Jan 18, 2020 08:14زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې دوې له خپل هیواد څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره د امنه چاپیریال د برابرولو لپاره موافقه کړي ده چې پوځي عملیات کم کړي او زیاته یې کړه چې د امریکا له چارواکو سره زمونږ خبرې اترې د موافقې د لاسلیک کیدا لپاره د نیټې په ټاکلو متمرکزې دي .