د افغانستان طالبان زر له امریکا سره موافقه کوي
طالبان زر له امریکا سره موافقه کوي
زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې دوې له خپل هیواد څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره د امنه چاپیریال د برابرولو لپاره موافقه کړي ده چې پوځي عملیات کم کړي او زیاته یې کړه چې د امریکا له چارواکو سره زمونږ خبرې اترې د موافقې د لاسلیک کیدا لپاره د نیټې په ټاکلو متمرکزې دي .
هغه وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا ته په پاتې ورځو کښې د پوځي عملیاتو د سویې د کمیدا په هکله موافقه کړي ده .
په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې د پوځي بریدونو د کمولو هدف له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره د امنه چاپیریال برابرول دي .
هغه وویل چې په افغانستان کښې د سولې هیڅ ډول موافقه نه ده شوي او مونږ یوازې د خپلو پوځي عملیاتو اندازه کموو .
د امریکا او د افغانستان د طالبانو پرون هم په قطر کښې خبرې وکړې او مکمنه ده نن هم خبرې اترې وکړي .
په ننیو خبرو کښې به د افغانستان د طالبانو مشرۍ شیر محمد عباس ستانکزی وکړي .
د افغانستان د ولسمشر دفتر ویلي دي چې دوې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د ممکمنه موافقې په هکله هیڅ اطلاع نلري خو دوې د دغه موافقې په هکله محتاط دي .
د افغانستان د ولسمشر دفتر ویلي دي چې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا مخکې به د کابل حکومت په اعتماد کښې واخیستل شي .