خلک د امریکا او د طالبانو په خبرو باور نلري
خلک د امریکا او د طالبانو په خبرو باور نلري
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار ټینګار وکړ د دغه هیواد خلک د امریکا په سولې هیڅ اعتماد نلري .
هغه پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کښې وویل د افغانستان خلک د طالبانو او د امریکا ترمینځ د موافقې په راتلونکي هیڅ اعتماد نلري ځکه چې د دغو خبرو اترو جزیات د افغانستان د خلکو او د حکومت لپاره مبهم او شکمن دي او ولس د دغو خبرو اترو راتلونکي ته هیڅ هیله نلري .
د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار ډاګینه کړه د هیواد خلک د سولې داسې موافقه غواړي چې په هغې کښې د خلکو راتلونکي روښانه وي او د بین الافغاني خبرو اترو او د عمومي اوربند سبب شي .
له امریکا سره د افغانستان د طالبانو خبرو اترو تراوسه د هیواد د خلکو لپاره هیڅ نتیجه نه ده لرلي او امریکا له ترهګرۍ سره د جګړې په پلمه هماغه راز په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري .
په افغانستان کښې د امریکا او د نورو خارجي عسکرو په دیره کیدا سره نه یوازې په دغه هیواد کښې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ټولې سیمې ته ناامنۍ او ترهګرۍ غځیدلي هم ده .