په پاکستان کښې د امریکا ضد مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87383-په_پاکستان_کښې_د_امریکا_ضد_مظاهرې_وشوې
زمونږ خبریال وايي د پاکستان خلکو په سیمه کښې د امریکا په سیاستونو او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کښې د واشنګټن په ترهګر اقدام اعتراض کښې په اسلام اباد کښې د امریکا د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2020 00:59 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د امریکا ضد مظاهرې وشوې

زمونږ خبریال وايي د پاکستان خلکو په سیمه کښې د امریکا په سیاستونو او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کښې د واشنګټن په ترهګر اقدام اعتراض کښې په اسلام اباد کښې د امریکا د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې .

په دغو مظاهرو کښې چې پرون د پاکستان د ولسي غورځنګونو لخوا وشوې ګډون کونکو د ایران  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د  قومندان شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د سرشیندونو قدرونه وکړه .

د پاکستان مظاهره چیانو د امریکا د بیرغ په سوځولو او د واشنګټن له غلیمانه سیاستونو په کرکې او نفرت څرګندولو سره له سیمې د واشنګټن د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .

په اسلام اباد کښې د امریکا ضد مظاهرې په داسې حال کښې وشوې چې د امریکا د خارجه وزیر مرستیاله میرمن الیس ویلز(Alice Wells) پاکستان ته تللي ده .

ټاکل شوي ده چې د پاکستان په نورو ښارونو کښې هم د امریکا ضد مظاهرې وشي .

د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د خارجه وزیر مرستیاله میرمن الیس ویلز به د پاکستان له پوځي او سیاسي چارواکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د افغانستان د پخلاینې د پروسې ، د  کشمیر د مسلې او په سیمه کښې د روانو تاوتریخوالو په اړه خبرې وکړي .

ایلس ویلز به څلور (۴) ورځې په پاکستان کښې وي هغه له هندوستان ته له سفر وروسته اوس اسلام اباد ته تللي ده .