-
واشنګټن په افغانستان کې ماته خوړلې ده
Nov 20, 2017 11:20دجنرال پیټراؤس په وینا، له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان د امریکا دحملې له وخت راهسې تراوسه پورې په افغانستان کې جنګ هماغه راز دوام لری او ناکراری ډیر زیات شوی دی او ترهه ګرې ډلې لازیاتې پیاوړی شوی دی .
-
کابل تل له پاکستان سره د سولې لپاره هڅه کړې ده
Nov 20, 2017 11:08د اسلام اباد چارواکی ټینګار کوی چې داعش ترهه ګره ډله ، دپاکستان طالبانو تحریک او نوره وسله والې ډلې دافغانستان په داخل کې مرکزونه لری . په مقابل کې دکابل حکومت هم ورته تورونه مطرح کوی او ټینګار کوی ، چې طالبانو ډله او نوره وسله والې ډلګۍ دپاکستان په داخل کې فعالیتونه کوی او له هماغه ځایه په افغانستان کې دورانکاریو لپاره پلانونه کوی اوبیا د ورانکاریو لپاره جنګ ځپلی افغانستان ته ورځی .
-
دعراق دکردستان بیلتون غواړی ټول پوښتنې موضوع ختمه شوې ده
Nov 20, 2017 09:39له دې مخکې د عراق دکردستان سیمې ځای ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی وو اربیل د عراق د اساسی قانون د لومړۍ مادې په باب د فیډرل لوړې محکمې فیصلې ته داحترام په سترګه ګوری .
-
دایران،روسیې اوترکیې په ملګرتیاسره دسورئې حالات ترډیره حده ښه شوی دی
Nov 18, 2017 12:38له دې مخکې چې دایران ،ترکیې او روسیې مشران د روسیې په سوچی ښار کې دراتلونکی ا ونۍ په چارشبنه ترسره شی ، د درو واړو هیوادونو خارجه وزیران د ترکیې په ختیځ کې په آنتالیا ښار کې د سورئې خورا وروستی بدلونونه ارزوی .
-
دسورئې دشخړې دحل لپاره دایران او روسیې اړیکې ډیرې مهمې دی
Nov 15, 2017 02:13د روسیې ،ایران او ترکیې د اړونده چارواکو لیدو کاتو د سورئې دشخړې دحل لپاره تر ډیره حده لاره هواره کړې ده او دا امریکا او ځینی تالی څټی حکومتونه دی چې په دې لارې کې خنډونه جوړوی او نه غواړی سیمه په تیره بیا سوریه کراری او آرامښت ووینی .
-
طالبان په افغانستان کې دسولې دخبرواترو په بهیر کې په ګډوډیو پسې دی
Nov 07, 2017 03:59طالبانو ډلې په کرتو په افغانستان کې د امریکا په قوماندانۍ بهرنی عسکر په دغه هیواد کې دفساد اوناکراریو عامل بللی اوټیڼګار ئې کړی دی ، ترڅو چې نیواکګر دافغانستان له خاورې وتلی نه وی ، داشرف غنی له حکومت سره به خبرې اترې ونه کړی .
-
دمینځنی ختیځ بدلونونه
Nov 06, 2017 12:39دتهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دمینځنی ختیځ د بدلونونو نومې اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . دوستانو په تیرې اونۍکې په مینځني ختیځ سیمې کې د ډیرو مهمو بدلونونو کتونکي وو،په سورئې او عراق کې دترهه ګرو په ضد بریالیتوبونه ،دبالفور اعلامیې په سلمې کلیزې غبرګونونه او دعراق پر کردستان سیمې د مسعودبارزاني دمشرۍ پاي،د دغو مهمو بدلونونوځيني برخې وې چې په اوسني پرورګرام کې به ئې وسپړو .
-
اسلامی هیوادونه دنورو له شتون پرته مشکلات حل کولی شی
Nov 07, 2017 01:32داسلامی ایران ولسمشر ترهه ګری او فرقه پال اوقومی اختلافات داسلامی نړۍ اوسنی دوه مشکلات وبلل او وې وئیل که دمسلمانانو ترمینځ ورورولی او اتحاد پیاوړی شی ، نو بې شکه اسلامی هیوادونه به دنورو له شتون پرته دمشکلاتو دحل کولو توان ولری .
-
دداعش په څیرله تکفیری ډلو د واشنګټن ملاتړدسیمې دامنیت لپاره جدی خطره ده
Nov 02, 2017 09:27دپاکستان د مشرانو جرګې غړو وئیلی دی ، امریکا باید په افغانستان کې خپله ماته پر پاکستان نه اچوی او اوس وخت رارسیدلی چې دغه هیواد پخپل سیاست بیا کتنه وکړی .
-
ایران او پاکستان په افغانستان کې دتاؤتریخوالو په ختمیدا ټینګارکوی
Nov 02, 2017 09:04دې ته په پام سره چې ترهه ګری دسیمه ایزې اونړیوالې سولې لپاره جدی ګواښ دی ،ایرانیو اوپاکستانی استازو ټینګار کړی،په افغانستان کې د تاؤتریخوالی اوترهه ګرۍ دپراختیا، دنشه ایزو موادو د تولید او قاچاق زیاتیدا او د داعش تکفیری ډلې دفعالیتونو دپراختیا په څیر ګواښونه ، دافغانستان او ګاونډیانو لپاره یو جدی چیلنج دی .