-
دپاکستان اوافغانستان دتاؤتریخوالو دکمولو په خاطر په لاهور کې غیررسمی خبرې شوی
Oct 20, 2016 16:08ایرن اخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دولسی جرګې یوشمیر پخوانیو غړو پخوانیو وزیرانو، ډیپلوماټاتو او خبریالانو یوه پلاوی چې په همداوروستیو کې دپاکستان په سفر تللی ، په لاهور ښار کې ئې د دغه هیواد له یو شمیر غوره شخصیتونو سره غیر رسمی خبرې اترې کړیڅو دواړو هیوادنو ترمینځ روان تاؤتریخوالی ترډیره حده کم کړی .
-
افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره پټې خبرې کړی دی
Oct 18, 2016 12:15زمونږخبریال دانګلستان دګارډیّن ورځپاڼې لهقوله راپورراکړی ، دغې خبری سرچینې ویلی دی چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره پټې خبرې پیل کړې او په دې برخه کې د حکومت یوه پلاوی په قطر کې د ملا عمر له ورور ملا اخوند عبدالمنان سره لیدلی دی چې په دغې لیدنې کې دافغانستان د ملی امنتی د ادارې مشر معصوم ستانکزئ هم موجود ؤ .
-
دسویز دلوزان غونډه په سورئې کې د ترهه ګرو دمنزوی کولو په موخې سره ترسره کیږی
Oct 15, 2016 12:38ایسو شی ایټیټډ پریس راپورورکړ په ملګروملتو کې دروسیې استاذی ویتالی چورکین دسویس په لوزان کې د سورئې د سولې دخبرواترو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل ، د سورئې مینځ پلوه مخالفان له النصره جبهې سره یولړ موافقو ته رسیدلی دی ، او په همدې دلیل باید دلوزان غونډې موخه د دغې ترهه ګرې ډلې منزوی کول وی .
-
دکابل خلکو دحکومت اوحزب اسلامی ترمینځ دسولې په موافقې په اعتراض کې مظاهره وکړه .
Oct 06, 2016 16:49زمونږخبریال راپورراکړ دکابل په سلګونوخلکو نن دګلبدین حکمتیار اودکابل حکومت ترمینځ دسولې دهوکړې او د دغه ګونډ لپاره دعمومی بخښنې دقانون دلغوه کیدا لپاره دغوښتنې په ترڅ کې مظاهره چیانو پخپلو شعارونو کې ټینګار کاوه چې دغه موافقه دې لغوه شی او دجنایتکارو دسزا کولو اقدام دې وشی ځکه په دغې موافقې کې دعامو خلکو په وژلو کې دحزب اسلامی په جنایتونو سترګې پټې شوی دی چې دا چاره دخلکو لپاره دزغملو وړ نه ده .
-
د افغانستان مالی او اداري فساد،د بروکسل غونډه او اصلاحات آیا دا درې واړه به ممکن شي .؟ په هینداره پرورګرام کې ئې له شناندو آورو
Oct 04, 2016 12:08په دې اړه دافغانستان دولسی جرګې غړی ګل باچا ، د دغه هیواد دعلومو په اکاډمۍ کې دآریانا افغان دایرةالمعارف برخې مسئول حبیب الله رفیع او تکړه شناندی او پخوانی حکومي ډيپلوماټ عبدالحکیم اربوبی خپل نظرونه داسې بیانوي .
-
په هرکله راشه پروګرام کې ستاسو پیغامونه ،لیکونه او بریښنالیکونه او زمونږ ځوابونه ، دنیکمرغه ژوند په هیله
Oct 03, 2016 13:01ستاسو خطونه ،بریښنا لیکونه او پیغامونه او دسهارنۍ خپرونې په هرکله راشه کې ورته په زړه پورې ځوابونه ستاسو دنیکمرغه ژوند په هیله
-
په افغانستان کې به آخر دامریکا دبې پيلوټه الوتکو حملې ترکومه دوام لري .؟ له شناندو ئې آورو
Oct 03, 2016 12:41په دې اړه تتکړه شناندی او دافغانستان دعلومو په اکاډمۍ کې دآریانا افغان دایرةالمعارف برخې مسئول مدیر حبیب ا...رفیع خپل نظر داسې څرګندوي
-
ګلبدین حکمتیار او په افغانستان کې دجنګ اصلی عامل
Sep 30, 2016 10:15بلاخره هم دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او دحزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار دسولې د څومیاشتنیو خبرواترو دوام وروسته هوکړه لاسلیک کړه .
-
دطالبانوپشمول درست مخالفان دې دسولې له بهیر سره یو ځای شی .
Sep 29, 2016 13:21دافغانستان ولسمشر اشرف غنی له حزب اسلامی ګوند سره دسولې دموافقې دلاسلیک کولو په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل اوس دطالبانو اونورو وسله والو مخالفانو لپاره ښه فرصت دی څو وښئ دافغانستان دملت ترڅنګ دی
-
اشرف غنی اوحکمتیار به سبا دسولې هوکړه لاسلیک کړی
Sep 28, 2016 16:27زمونږخبریال دخبروسرچینو له قوله راپورراکړ د حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامی د سولې پلاوی مشر امین کریم نن په همداوروتسیو کی ویلی دی ، ټاکل شوې سبا د دې ګوند مشر او افغان ولسمشر اشرف غنی د سولې پر تړون لاسلیک وکړی.