اشرف غنی اوحکمتیار به سبا دسولې هوکړه لاسلیک کړی
زمونږخبریال دخبروسرچینو له قوله راپورراکړ د حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامی د سولې پلاوی مشر امین کریم نن په همداوروتسیو کی ویلی دی ، ټاکل شوې سبا د دې ګوند مشر او افغان ولسمشر اشرف غنی د سولې پر تړون لاسلیک وکړی.
ترڅو میاشتو اوږدو خبرو اترو او مذاکراتو وروسته، تېره اونۍ د تلې په لومړۍ نېټه د افغانستان د حکومت، حزب اسلامی او د سولې د عالی شورا د استازو ترمینځ د سولې پر تړون لومړنی لاسلیکونه وشول.
انجنیر امین کریم،ځّای رسنیوته ویلی دی ، په پام کې ده سبا په لسو بجو په ارګ کې د دولت او حزب اسلامی ترمینځ د سولې د موافقې پراخه غونډه جوړه شی، چې لوړپوړی دولتی چارواکی او سیاسی مشران به پکې ګډون وکړی.
ده زیاته کړه، په دې غونډه کی پخپله حکمتیار ګډون نه کوی، خو هغه به د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر تړون لاسلیک وکړی.
له بلې خوا یوې سرچینې پژواک خبری سایت ته و یلِی، چې ولسمشر اشرف غنی به په ارګ کې د یادې غونډې په ترڅ کې د سولې تړون لاسلیک کړی.
سرچینه زیاتوی، په ارګ کې جوړېدونکې غونډه کې به تر زرو پورې کسان ګډون وکړی، چې لوړپوړی حکومتی او دولتی مشران، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جهادی او سیاسی مشران او د حزب اسلامی سلګونه پلویان هم پکې ګډون کوی.