ګلبدین حکمتیار او په افغانستان کې دجنګ اصلی عامل
بلاخره هم دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او دحزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار دسولې د څومیاشتنیو خبرواترو دوام وروسته هوکړه لاسلیک کړه .
دپارس ټوډې پښتوخپرونې راپورورکړ دکابل په ارګ کې دپنجنشبې په ورځې افغان ولسمشر اشرف غنی په داسې حال کې دسولې موافقه لاسلیک کړه چې له دې مخکې دحزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار همدغه هوکړه دیوه ویډیو ئی کنفرانس له لارې لاسلیک کړی . په دې توګه دافغانستان دحکومت هلې ځلې چې له تیرودوو کلونو راهسې له حزب اسلامی ګوند سره سولې ته د رسیدو لپاره روانې وې یوې نتیجې ته ورسیدې .
دحزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکتمیار چې له کلونو کلونو وروسته ئې یو فرصت ترلاسه کړی څو دویډیو ئی کنفرانس له لارې یوشمیر افغان چارواکو ،سیاستوالانو او ډیپلوماټانو ته وینا وکړی ، دافغانستان جنګ ئې بې ګټې ، دافغانانو په تاوان او دبهرنیانو په ګټه وباله او همداراز ئې طالبانو اونورو مخالفانو ته په خطاب کې پر هغوی غږ وکړ چې خپلې موخې دې دسولې له لارې تعقیب کړی او دغه راز دې د خبرواترو له لارې له افغان حکومت سره سوله وکړی .
حکتمیار دافغانستان له ګاونډیانو هم وغوښتل ، دافغانستان په جنګ کې دې پخپلو موخو پسې نه شی . دحزب اسلامی ګوند مشر چې ئې تردې دمه د افغانستان حکومت دامریکا ګوډاګی باله او تر پنځلسو کلونوپورې ئې ددغه حکومت اودهغه دبهرنیوملاتړو په ضد مبارزه کوله ، ویلی دی؛هغو نوی فی صدی بهرنی عسکر له افغانستانه تللی دی ، نو دسولې پروسه ئې منلې ده . هغه همداراز زیاته کړې ،دافغانستان له حکومت سره دهغه دسولې په پروسې کې بهرنیانو هیڅ رول نه دی درلودلی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم دسولې دهوکړې دلاسلیک کولو په دغو دستورو کې ویلی دی ، دمونږ او د حکتمیار دنسلونو دنده داده چې جنګ ختم شی ،هیواد پر نورو له تکیې او احتیاجه وژغورل شی او پخپلو پښو ودریږو . هغه زیاته کړې ، دمونږ اساسی قانون دافغانستان ولس ته دا حق ورکوی چې دعامو انتخاباتو له لارې قدرت منتقل شی او په دې لاره کې له جنګ جګړو اووینې بهولو ډډه وشی .
اشرف غنی ویلی دی ، له حزب اسلامی ګوند سره دسولې دموافقې ډیره مهمه ځانګړنه هم همدا وه چې اساسی قانون ئې چورلیز ؤ . دهغه په وینا، په دغه تفاهم لیک کې داسې هیڅ ټکی نشته چې له اساسی قانون سره په توپیر کې وی . دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا... عبدا.... هم په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ویلی دی ،نړیوال دهرې هغې پروسې هرکلی کوی چې افغان حکومت ورسره یوې نتیجې ته ورسیږی . هغه زیاته کړې نړیوالې ټولنې له حزب اسلامی ګوند سره دسولې دپروسې لپاره هیڅ شرط نه دی ایښی ،بلکې ویلی ئې دی چې دافغانستان حکومت له هرپلوه کومې نتیجې ته ورسیږی نړیواله ټولنه به ئې ملاتړ وکړی .. د عبدا... عبدا.... په وینا، له ګلبدین حکمتیار سره دسولې دخبرواترو په پرمخ بیولو کې هیڅ ډول مخالفت نه وو .
د ویلو ده چې دامریکا خارجه وزارت له دې مخکې کله چې دافغانستان دحکومت اوحزب اسلامی ګوند ترمینځ دهوکړې د لاسلیک کولو لومړنۍ مرحله چې دتلې دمیاشتې په لومړۍ نیټه دحزب اسلامی ګوند د مرکچی ټیم او دافغانستان د عالی شورا دمشرانو ترمینځ لاسلیک شوی وه ، هرکلی ئې کړی ؤ . په افغانستان کې داروپائی اتحادئې سفیر مائیکل میلبن هم دنوموړی هوکړې په هرکلی سره دا دافغانستان د پرمختګ لپاره یو ګام بللی او همداراز دپاکستان خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره دکابل حکومت اوحزب اسلامی ترمینځ دسولې دموافقې دلاسلیک کیدا تود هرکلی کړی او ویلی ئې دی چې دافغانستان دشخړې یوازینۍ حل لاره دسولې خبرې اترې دی .
داپه داسې حال کې دی چې ملاهیبت ا... اخوند زاده په مشرۍ دافغانستان د طالبانو ډلې، چې دطالبانو اصلی لوری حسابیږی او د هغو دمشر ملاهیب ا... اخوند زاده پشمول ځینی مشران اومسئولان ئې هم په پاکستان کې دیره دی، دکابل حکومت او حزب اسلامی ترمینځ دروغې جوړې دغه پروسه ئې بې ارزښته او بې اهمیّته بللې ده .
دتهران ریډیو پښتو خپرونې هم دټیلیفون له لارې دکابل دحکومت اوحزب اسلامی ترمینځ دسولې دموافقې د راتلونکی په باب دکابل چاپ دویسا ورځپاڼې دمسئول چلونکی محمد زبیرشفیقی نظر پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې ویلی دی ، هرڅوک چې دافغانستان له حکومت سره دسولې په پروسې کې شامل شی او یوځای کیدا ئې په دغه هیواد کې دسولې دټیڼګیدا لامل کیږی ، یو ښه او غوره ګام دی . دهغه په وینا، حکمتیار هم له مخالفته لاس په سر شوی او له حکومت سره ئې سوله کړی چې دا دسولې په لور یو مهم ګام حسابیږی . شفیقی ویلی دی ، دسولې هوکړه چې پرون لاسلیک شوی، اوسمهال ظاهرا دکاغذیوه ټکړه ده ،البته مهمه برخه ئې عملی کیدا ده . دافغانستان دغه مشهور شناندی اوخبریال همداراز وویل ، ترڅو چې دافغانستان دجنګ اصلی علتونه لیرې نشی ، دحزب اسلامی ګوند او دکابل حکومت ترمینځ دسولې دهوکړې په څیر تفاهم لیکونه په افغانستان کې جنګ نشی ختمولی . دهغه په وینا،ترڅو چې په افغانستان کې امریکائی عسکر موجود وی ، په دغه هیواد کې به جنګ هم دوام لری . زبیر شفیقی دحکمتیار د دغو خبرو په ردولو سره چې نوی فی صده امریکائی عسکر له هیواده تللی دی ، وویل ، امریکا په افغانستان کې دجنګ روده بدله کړې ده ، لومړۍ ئې پر هغو لس زره امریکائی عسکرو سربیره چې اوسمهال په افغانستانه کې موجود دی ، د غیر رسمی پوځی سلاکارانو ،دسی آئی اې دمامورانو او نورو پټو پرسنلو په شکل کې څه دپاسه اویا زره ماموران په افغانستان کې شتون لری . دزبیر شفیقی په وینا ، امریکا له افغان حکومت سره امنیتی تړون لاسلیک کړی دی او دامریکائی عسکرو شتون اوس دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په نهو مرکزونو کې قانونی بڼه غوره کړې ده . دوهمه دا ، امریکا دانسانی ځواک په ځای نوی ټیکنالوجۍڅخه استفادې ته مخه کړې ده او په افغانستان کې ئې دبې پیلوټه الوتکو په وسیله توغندوی حملې زیاتې کړی دی . وخت په وخت ددغو الوتکو په وسیله دافغانستان پشمول په نورو هیوادونو کې هم پخپلې مرضۍ سره اهداف په نښه کوی .
ځینی شناندی اوکارپوهان دښاغلی زبیر شفیقی څرګندونو ته په پام سره له حکمتیاره داپوښتنه مطرح کوی ، چې په څرګندونو کې ئې ولې دافغانستان ګاونډیان مخاطب کړی دی چې دافغانستان په جنګ کې دې پر خپلو موخو پسې نشی ؟ولې ئې دجنګ داصلی عامل چې هماغه امریکا ده نه ده اخستې؟، ولې ئې دامریکا اوافغانستان ترمینځ دهغه امنیتی تړون چې امریکا ته اجازت ورکوی په افغانستان کې د کپیټلیشن دقانون په اساس تراوږدې مودې پورې شتون ولری ، نامه نه ده اخستې ؟.......
( عاشق حسین طوری)