-
۷۰ سلنه د امریکا رایهورکوونکي؛ له ایران سره جګړې ته «نه» وايي
Jan 16, 2026 01:24پارسټوډې – د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې د امریکا اکثریت وګړي د ایران په وړاندې د واشنګټن له پوځي اقدام سره مخالف دي.
-
عراقچي: د ایران په کورنیو چارو کې د امریکا مداخلهکوونکې تګلارې محکومې دي
Jan 15, 2026 09:08پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، او د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جایشنکار، په ټلفوني تماس کې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
-
جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
Jan 15, 2026 08:52د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.
-
زاخارووا: اروپا دې د ایران په اړه د څرګندونو پر ځای د ګرینلنډ د ژغورنې هڅه وکړي
Jan 15, 2026 08:08پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: د اروپایي ټولنې چارواکو ته پکاره ده چې د ایران د وضعیت په اړه د نظر څرګندولو پر ځای، پر ګرینلنډ تمرکز وکړي، هغه ځای چې امریکا د هغه د نیولو هڅه کوي.
-
ولې د شانګهای د همکارۍ سازمان په ایران کې له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کړی دی؟
Jan 15, 2026 07:48پارس ټوډې – د شانګهای د همکارۍ سازمان په ایران کې له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره خپل مخالفت اعلان کړ.
-
د ګرینلنډ په اړه د امریکا د سناریو پر وړاندې د اروپایانو تیارسۍ
Jan 08, 2026 07:49د امریکا د ولسمشر لهخوا د ګرینلنډ د ترلاسه کولو د اړتیا د څرګندونو له تکرار وروسته، اروپايي هېوادونه، په ځانګړي ډول فرانسې او جرمني، د یوې ګډې تګلارې د جوړولو لپاره همغږي کوي؛ داسې تګلاره چې د ډنمارک پر حاکمیت او د ګرینلنډ د خلکو پر حق ټینګار کوي او د امریکا هر ډول یو اړخیز اقدام له جدي ننګونې سره مخ کوي.
-
پاکستانی متفکر: د ایران پر ضد د امریکا ګواښونه له ماتې سره مخ شوي دي
Jan 06, 2026 02:47پارس ټوډې – یو پاکستانی سیاسي متفکر او اقتصادپوه، د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د امریکا ګواښونه وغندل او ټینګار یې وکړ چې بهرنیو فشارونو او د صهیونیزم د لابي نفوذ د ایرانیانو ملي یووالی نه دی زیانمن کړی.
-
یونیسف: زرګونه افغان ماشومان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Jan 06, 2026 01:56د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې تېره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۳۳ زره ماشومانو درملنه ترلاسه کړې؛ خو لا هم ۸۵۷ زره ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
یونیسف: میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې له خپلو عمرونو پورته فشارونه زغمي
Jan 05, 2026 02:49د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې ژوند کوي چې ماشومتوب یې ترې اخیستی او له خپلو عمرونو پورته پېټي يې پر اوږو بار شوي دي.
-
له بندیزونو سره سره، ۱۴۲ هېوادونو ته ایراني توکي صادر شوي دي
Jan 01, 2026 01:59پارسټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، له یو اړخیزو او ظالمانه بندیرونو سره سره د ایران د اسلامی جمهوریت تولید شوي توکي ۱۴۲ هېوادونو ته صادر شوي دي.