-
د دوحي د غونډې د پاییزې بیانیې په متن کښې یوازې په غندنې بسنه شوي ده
Sep 15, 2025 07:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی المیادین ټیلي ويژن په یوه راپور کښې وویل چې په دوحه کښې د عربي او د اسلامي هیوادونو د بیړنۍ غونډې د پاییزې بیانیې په متن کښې یوازې د قطر په پلازمینې باندې د صهیونیسټ رژيم د تیري په غندلو بسنه شوي ده.
-
جنرال موسوي: پر قطر د صهیونیسټي رژیم یرغل د امریکا په شنه څراغ سره وو
Sep 12, 2025 03:34پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د قطر د دفاعي چارو له سلاکار او د لومړي وزیر له مرستیال سره په ټلفوني خبرو کې د ایران له لورې د قطر د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د اسرائيل ولسمشر پر قطر د برید دفاع کې ویلي، څوک چې هوکړه نه کوي باید "ایسته کړل شي"
Sep 11, 2025 02:22زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائيلو د جنایتکار رژیم ولسمشر اسحاق هرزوګ پر قطر د اسرائيلو د برید دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې ځينې وختونه د دې اړتیا وي چې هغه کسان "ایسته کړل شي" چې هوکړه نه کوي.
-
نتانیاهو د حماس غورځنګ د مشرانو کوربه اسلامي هیوادونو ته ګواښ وکړ
Sep 11, 2025 01:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ ظالم او جنایتکار رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قطر په پلازمینه دوحه باندې حملې کښې له ناکامۍ وروسته د یوې ویډیو په خپرولو سره د سیمې اسلامي هیوادونو ته د حماس غورځنګ د مشرانو او غړیو د وژلو د عملیاتو د دوام خبرداری ورکړ.
-
ایران او مصر د اسرائیلو پرضد د متحدو دریځونو په غوره کولو ټینګار وکړ
Sep 11, 2025 00:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د مصر ولسمشرانو مسعود پزشکیان او عبدالفتاح السیسي پرون په ټیلي فوني تماس کښې په قطر هیواد باندې د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه تیري ته په اشارې سره د اسرائیلو له سلطه غواړو هدفونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي دنیا لخوا د واحد، پریکنده او د قدرتمن دریځ په غوره کولو ټینګار وکړ.
-
د لبنان حزب الله په یمن د صهیونیسټ رژيم حملې وغندلې
Sep 11, 2025 00:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په یمن باندې د صهیونیسټ رژيم بریدونه چې له کبله یې یوشمیر ملکي وګړي او خبریالان شهیدان او ژوبل شوي وغندل.
-
په یمن د اسرائیلو رژیم په بریدونو کښې ۳۵ بې ګناه کسان شهیدان شوي
Sep 10, 2025 23:55زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن روغتیا وزارت وویل په پلازمینې صنعا او الجوف ولایت باندې د صهیونیسټ جنایتکار او نیواکګر رژيم په بریدونو کښې پینځه دیرش بې ګناه ښاریز شهیدان او یوسل یودیرش نور ژوبل شوي هم دي.
-
په قطر کښې پر حماس د اسرائیلو له برید وروسته امنیت شورا بېړنۍ غونډه کوي
Sep 10, 2025 08:31زمونږ خبریال راپور راکړی د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ د مشرانو په کورونو باندې د اسرائيلو هوايي بریدونه په نړیواله کچه سخت غندل شوي دي.
-
د فلسطین ملاتړو امریکایانو ډونالډ ټرامپ د اوس وخت هیټلر وباله
Sep 10, 2025 07:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین ملاتړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شپې ډوډۍ په ګډوډولو سره هغه د اوس وخت هیټلر وباله او د امریکا او د فلسطین د ازادۍ غوښتنه یې وکړه.
-
امریکا د قطر چارواکي د اسرائیلو له حملې مخکې خبر کړي وو
Sep 10, 2025 07:08زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا حکومت وویل چې مونږ پرون د قطر چارواکي په پلازمینې دوحې کښې د حماس غورځنګ په مشرانو باندې له حملې څخه له مخکې خبر کړي وو خو قطر د امریکا دغه خبره رد کړي ده.