مسلمانان باید د خپلو سپیڅلتیاو په هکله غیرتمند ووسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» په یو لړ څرګندونو کښې د اسلامي سپيڅلتیاو په هکله د مسلمانانو د حساسیت او د غبرګون ښودلو غوښتنه وکړه.
هغه په یوې بیانیې کښې د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د انتخاباتو د کاندید لخوا قران کریم ته سپکاوی وغاند او خپلو سپیڅلتیاو ته د سپکاوي په هکله یې د مسلمانانو د غبرګون غوښتنه وکړه.
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» ډاګینه کړه په دنیا کښې د تر ټولو سترو دیني سپيڅلتیاو پرضد دغه جنایت د یهودیانو او د صهیونیسټانو د هغه پرله پسې جنګ په لړ کښې دی چې امریکا ، انګلستان او صهیونیسټي دښمن او د دوې ټول پیروکاران په ختیځ او لویدیځ کښې د هغه لپاره په یوه صف کښې ولاړ دي.
الحوثي وویل هغوې انساني ټولنې فساد او مریتوب ته د کاږلو لپاره هڅه کوي.
هغه زیاته کړه دغه شیطاني ځواکونه د سپیڅلتیاو سپکاوی کوي او تر ټولو ناوړه جنایتونه کوي او له دې لارې غواړي په نورو هیوادونو باندې سلطه پراخه کړي او د نیواکګرۍ او د ملتونو د شتمنۍ د چورتالان کولو په شمول خپلو هدفونو ته ورسیږي.
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» زیاته کړه یهودیان او د دوې درې ملګري امریکا ، انګلستان او صهیونیسټ رژيم او په کافر لویدیځ کښې د دوې پیروکاران له اسلام او مسلمانانو سره په خپلې دښمنۍ کښې د کینې ، نفرت او د جنایت په تر ټولو ښکاره او بدې سویې سره فعالیتونه کوي او د هغوې عملونه دغه چاره نندرې ته وړاندې کوي.