صهیونیسټي رسنۍ: د ایران توغندیز پروګرام کمزوری شوی نه دی
پارسټوډې –د صهیونیسټي رژیم د تحمیلي جګړې پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت توغندیز پروګرام ته د جدي زیان نه رسېدو په تړاو د نړۍ د بېلابېلو ارزونو له دوام وروسته، اوس تلابیب هم په دې موضوع باندې اعتراف وکړ.
د «ټایمز اسرائیل» وېبپاڼې ومنله چې ایران دا مهال هماغه اندازه درانه بالسټیک توغندي لري چې د صهیونیسټي رژیم د تحمیلي جګړې له پیل مخکې یې لرل.
د پارسټوډې د راپور له مخې، د «ټایمز اسرائیل» وېبپاڼې د جمعې په ماښام راپور ورکړ چې تلابیب اوس درک کړې چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران توغندیز پروګرام ته اوښتی زیان د لومړنیو اټکلونو په پرتله ډېر کم وو.
د دې راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم ارزونه دا ده چې «ایران دا مهال شاوخوا دوه زره درانه بالسټیک توغندي لري، چې نږدې هماغه شمېر دی چې له جګړې مخکې یې درلودل».
د ټایمز اسرائیل د لیکنې له مخې، دا معلومات د صهیونیسټي رژیم د پوځ د پوځي استخباراتو د ادارې مشر «شلومي بایندر» د روانې اونۍ په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي «مایک والتز» سره شریک کړي او له واشنګټنه یې غوښتي چې یو ځل بیا د ایران پر وړاندې اقدام وکړي.