د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د سوریې جنوب ته نفوذ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168468-د_صهیونیسټ_رژيم_پوځیانو_د_سوریې_جنوب_ته_نفوذ_کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسمي سرچینې د صهیونیسټ رژيم لخوا د دغه هیواد د واکمنۍ د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکوي؛ په دې ډول چې یوه پوځي تیم د سوریې په جنوب کښې په نفوذ کولو سره د القنیطره ولایت په کلیو کښې د پلټنې او د تلاشۍ د اخیستلو یوه پوسته جوړه کړې ده.
(last modified 2025-12-16T00:29:25+00:00 )
Dec 16, 2025 04:56 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د سوریې جنوب ته نفوذ کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسمي سرچینې د صهیونیسټ رژيم لخوا د دغه هیواد د واکمنۍ د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکوي؛ په دې ډول چې یوه پوځي تیم د سوریې په جنوب کښې په نفوذ کولو سره د القنیطره ولایت په کلیو کښې د پلټنې او د تلاشۍ د اخیستلو یوه پوسته جوړه کړې ده.

د سوریې جنوبي سیمې هره ورځ د سوریې په خاورې او واکمنۍ باندې د صهیونیسټ رژيم لخوا د تیریو د زیاتیدا کتونکي دي او دا په داسې حال کښې دي چې په دمشق د واکمنو مشرانو لخوا هیڅ اغیز شیندونکی اقدام نه لیدل کیږي او د سیمې په فضا کښې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ د الوتکو له الوتونو سره یوځاې د القنیطره په شمالي سیمه کښې د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو بیا بیا تیري او نفوذونه دوام لري.

د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د اسرائیلو نیواکګر رژیم د سورې په خاوره باندې خپلو تیریو او نفوذ ته دوام ورکړی او د دمشق او د القنیطره په خوا کښې د ځمکي د نفوذ د عملیات په اجرا کولو سره یې د حائلې سیمې کنټرول په لاس کښې اخیستی او وروسته یې په سرحدي سیمو هم یرغل کړی کوم چې د دمشق او د تل اویو ترمینځ د نولس سوه څلور اویایم میلادي کال د جنګ د بندولو د موافقې ، د نړیولو حقوقو د اصولو او د هیوادونو د واکمنۍ په زمینه کښې د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزۍ ده.