-
اروپايي اتحادیه باید صهیونیسټ رژيم ته د وسلو ورکول بند کړي
May 30, 2025 01:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د نړیوالو غبرګونونو په دوام کښې د اسپانیا لومړي وزیر «پیډرو سانچز» په یو لړ څرګندونو کښې د اروپايي اتحادیې په ټولو غړیو غږ وکړ چې له صهیونیسټ رژیم سره د شراکت موافقه لیک وځنډوي او دغه رژيم ته د وسلو صادرات بند کړي.
-
صهیونیسټ رژيم په سیمه او نړۍ کښې د ناامنۍ او د شرارت عامل دی
May 30, 2025 01:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي اکبر احمدیان»په ماسکو کښې د لوړرتبه امنیتي چارواکو د دیارلسمې نړیوالې غوڼډې په څنګ کښې په خبرو کښې وویل غاصب صهیونیسټ رژیم د سیمې د ټولو هیوادونو ، د جنوب لویدیځې اسیا او حتی د دنیا لپاره د ګواښ او د ناامنۍ عامل ګڼل کیږي.
-
د یمن ځواکونو د اسرائیلو په بن ګوریون هوايي ډګر حمله وکړه
May 30, 2025 01:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع په یوې بیانیې کښې وویل د دغه هیواد د توغندیو یونټ په یوه له غږ ورهاخوا توغندي سره د تل اویو په نیواکي «یافا» سیمه کښې په «بن ګوریون» هوايي ډګر برید وکړ.
-
ایران د یمن په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم بریدونه په کلکه وغندل
May 29, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د یمن د صنعا په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم هوايي حملې او د یمن د هوايي چلند د یوې مسافر وړونکي الوتکې تباه کول د صهیونیسټ رژیم د ظلم او د یمن او د سیمې له مسلمانو خلکو سره د اسرائیلو د د دښمنۍ بله نښه وبلله او هغه یې په کلکه وغندله.
-
د یمن پوځ په اسرائیلو د سختې حملې ګواښ وکړ
May 29, 2025 01:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د کتنې په وخت صهیونیسټ رژیم ته په خطاب کښې وویل زمونږ راتلونکي بریدونه به دردونکي وي او یمن به هیڅکله د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا او د تیریو د بندولو تر وخت پورې د غزې تړانګې له خلکو سره د ملګرتیا کولو لپاره له خپلې فیصلې شاتګ ونکړي.
-
د اسرائیلو سرزوري وزیر په حماس غورځنګ د زیات دباو غوښتنه وکړه
May 29, 2025 01:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د مالیې ښي پال سرزوري وزیر «بزالل اسموتریچ» پرون یوځل بیا وویل د فلسطین په حماس غورځنګ باندې باید دباو دوام ولري چې تسلیمیدا او په یواړخیزه توګه د بندیانو خوشي کولو ته مجبوره شي.
-
یوه سیاسي شناند د عربو هیوادونو په دریځ سخته نیوکه وکړه
May 28, 2025 09:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سیاسي چارو شناند «توفیق طعمه» په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو له جنایتونو سره د امریکا غږملتیا ته په اشارې سره په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د جنایتونو په باره کښې د عربي نړۍ په منفعالانه دریځ سخته نیوکه وکړه.
-
د فرانسې ولسمشر د صهیونیسټي لابۍ تر سخت دباو لاندی دی
May 28, 2025 08:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د صهیونیسټي لابۍ تر دباو لاندې د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پیژندلو لپاره سخته لاره مخ ته لري.
-
د اسرائیلو د لومړي وزیر د کور مخ ته خلکو مظاهرې وکړې
May 28, 2025 08:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کور مخ ته د سلګونو صهیونیسټانو د مظاهرو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
-
جرمني د غزې د خلکو د وژلو په خاطر په اسرائیلو سخته نیوکه وکړه
May 28, 2025 07:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني صدراعظم«فریډریش مریس» په صهیونیسټ رژيم تر ټولو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل په غزې تړانګې باندې د دغه رژيم پراخې هوايي حملې د درک وړ نه دي.