نړیوالو قوانینو ته ژمن یوو خو هیڅکله د زور خبره نه منو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162538
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل مونږ ځان نړیوالو قوانینو ته ژمن ګڼو او د خپل هیواد د اټومي فعالیتونو له سوله ئیزوالي او د شفافیت په دلیل مو له څارنې او پلټنې هیڅ اندیښنه نه ده لرلي
(last modified 2025-07-20T02:42:10+00:00 )
Jul 20, 2025 03:40 Asia/Kabul
  • نړیوالو قوانینو ته ژمن یوو  خو هیڅکله د زور خبره نه منو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل مونږ ځان نړیوالو قوانینو ته ژمن ګڼو او د خپل هیواد د اټومي فعالیتونو له سوله ئیزوالي او د شفافیت په دلیل مو له څارنې او پلټنې هیڅ اندیښنه نه ده لرلي

 او نه یې لرو ځو ټینګار کوو چې له خپلو قانوني حقونو زمونږ د ملت محرومولو او د زور او د دباو تپل هیڅکله د منلو وړ چاره نه ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د ارمنستان له لومړي وزیر «نیکول پاشینیان »سره په ټيلي فوني خبرو کښې د سیمې او د نړۍ بدلونونو په تیره بیا د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم او د امریکا په دولس ورځني جنګ کښې د اوربند له ټینګیدا او د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅولو لپاره د اروپايي هیوادونو له کوشش  وروسته ټینګار وکړ ایران د خپلو اصولي سیاستونو پراساس تل د هر هغه اقدام چې د سولې او د امنیت د پیاوړتیا سبب کیږي ملاتړ کړی دی.

هغه وویل تاریخ ګواه دی چې ایران هیڅکله د جنګ او د ناامنۍ هڅه نه ده کړي او تل یې د سیمې د سولې او د ثبات په تثبیت کښې مهم او اغیز شیندونکی رول لوبولی دیخو په داسې شرایطو کښې چې مونږ له امریکا سره په خبرو بوخت وو د ټولو نړیوالو معیارونو او قوانینو پرخلاف صهیونیسټ رژیم پر ایران برید وکړ او په دوام کښې امریکا هم له دغه رژیم سره په کاملې غږملتیا کښې زمونږ په اټومي مرکزونو چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر کاملې څارنې او پلټنې لاندې وو بمباریانې وکړې.

د ایران ولسمشر پزشکیان وویل د ایران د ملت لږ تر لږه هیله له نړیوالو قوانینو او مقرارتو سره سم زمونږ په اټومي مرکزونو باندې د تیریو غندل وو خو له بده مرغه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس دغه حملې ونه غندلې.

د ایران ولسمشر د صهیونیسټ رژيم د جنګ رامینځته کولو، د تیریو او د عامې وژلو په وړاندې د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو په دوه ګوڼو کړچارونو باندې سختې نیوکې سره وویل هغه څه چې نن سبا په غزې کښې د ماشومانو او  ښځو  له وژلې او نسل کشۍ رانیولي اوبو او درملو ته د لاسرسي مخ نیول پکښې شامل دي له هیڅ  نړیوالو   ، اخلاقي او انساني قانوني معیارونو سره سمون نه خوري خو له بده مرغه د بشري حقوقو ادعا کونکو هیوادونو د دغو جنایتونو او د ظلمونو د اندازې په هکله سترګې پټې کړي دي او د اسرائیلو رژیم د جنګ جوړولو او د جنایتونو په وړاندې یې چوپتیا غوره کړي ده.