د صهیونیسټ رژیم جنایتونه د امریکا له ملاتړ پرته امکان نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د پتیالیو غورځنګ د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ په غزې تړانګه کښې بوږنونکي جنایتونه چې د ټولو نړیوالو قوانینو او کنونشنونونو لخوا جرم بللی شوی دی
د امریکا له ملاتړ او د نړیوالې ټولنې له اجازې او د عربو او د اسلامي حکومتونو له نفرت څخه له ډکې چوپتیا پرته نه ترسر کیدل.
د فلسطین د پتیالیو غورځنګ په دغه خبر پاڼه کښې د غزې په خلکو باندې د صهیونیسټ رژیم لخوا تپل شوي لوږې ته په اشارې سره وویل د غزې په خلکو باندې د اسرائیلي دښمن لخوا په قصدي ډول د لوږې ورتپل یو جنګي جنایت او د نړیوالې ټولنې په تیره بیا په عربي او اسلامي نړس باندې یو شرمونکی داغ دی.
دغه بیانیه زیاتوي له خواړو ، اوبو او درملو د جنګي وسلې په توګه د صهیونیسټ دښمن ناوړه استفاده د مقاومت ډلو له حملو سره په مقابلې کښې د دښمن د ماتي او د کمزورتیا او د هغو تاوانونو نښه ده چې د جنګ په میدان کښې د پوځيانو او د افسرانو په وژل کیدا سره یې ورکوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمیرونو پراساس صهیونیسټ رژيم تراوسه اته پنځوس زره او اوه سوه پینځه شپیته فلسطینیان شهیدان کړي او یولک څلویښت زره او څلور سوه پینځه اتیا نور یې ژوبل کړي هم دي.
له اسرائیلو رژیم سره ټولې مرستې امریکا، بریتانیا، فرانسه ، جرمني ، ایټالیا او دغه راز ځینې عرب هیوادونه لکه متحده عربي امارات، اردن وغیره وغیره کوي.