-
امریکایانو په یوه شپه کې درې ځلې ایران ته لیکونه استوي او سوال او زاری کوي
Nov 13, 2023 09:06د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا د ځواکونو قومندان رسنیو ته وویل: امریکایان ایران نه ګواښي، هغوی په یوه شپه درې ځلې ایران ته پیغامونه استولي او پیغامونو کې یې د سوال او زاری ژبه کارولې ده.
-
د پاکستان په پلازمینه کښې د «لبیک یا اقصی» چغو انګازې وکړې
Nov 13, 2023 03:53اسلام آباد کښې د فلسطین زرګونو پلویانو او ملاتړو د امریکې د سفارت په لور لاریون سره، له نیواکګر صهیونیسټي رژيمه خپله کرکه څرګنده کړه
-
طوفان الاقصی عملیاتو د اسرائیلو سټراټيژیانې ناکامه کړي
Nov 12, 2023 09:15فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال «محمد پاکپور» وویل د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټ رژیم په سترو پوځي سټراټيژیو د چلیپا کرښه او د اسرائیلو د پینځه اویا کلن ظلم ، وژلې او نیواک پرضد د فلسطین د بې فاع خلکو حرکت دی.
-
د فلسطین مبارزانو د اسرائیلو دوه نور ټانکونه تباه کړل
Nov 12, 2023 12:54ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سرچینو په قول وویل چې عزالدین القسام غونډ په غزې تړانګه کښې د ځمکنیو جنګونو په وخت د صهیونیسټ رژیم د دوو نورو ټانکونو د تباه کولو خبر ورکړ.
-
د ریاض د غونډې پریکړه لیک قوي او محکم دی
Nov 12, 2023 12:43زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیزونه په عربستان کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د غونډې په پائیز پریکړه لیک کښې درج شوي او د دغه پریکړه لیک لحن او ټکي قوي او محکم دي.
-
د غزې مبارزان به خپل راتلونکی وټاکي
Nov 12, 2023 12:31المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین ټینګار وکړ: د حزب الله قدرت له مخکې څخه زیات شوی او د فلسطین د غزې مبارزان به راتلونکی وټاکي.
-
عربستان کښې د اسلامي هیوادونو د غونډې په هکله دولت وزیري او رحیم الله خوګیانی څه وايي؟
Nov 12, 2023 12:10د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو په تیرې شنبې ورځ د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه وشوه چې د فلسطین په حالاتو باندې د غور کولو لپاره وه مونږ په همدې هکله د پوځي چارو د کارپوه ښاغلي دولت وزیري او د نړیوالو مسائیلو د شنونکي ښاغلي رحیم الله خوګیاڼي نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په دغه ګردي میز کښې وړاندې کوو.
-
د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې د فلسطین په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې:-
Nov 12, 2023 11:47د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو او د جنایتونو د غندلو او د فلسطین په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وشوې.
-
اسرائیل د لبنان د حزب الله له توغندوي توان څخه ویریږي
Nov 12, 2023 08:20المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم چارواکو د لبنان له حزب الله غورځنګ سره په شمالي جبهې د تل اویو د اندیښنې خبره کړي ده او دغه جبهه یې د اسرائیلو لپاره د یوه ستر چیلنج په توګه نومولي ده.
-
غزې تړانګې کښې پینځه اسرائیل عسکر هلاک شول
Nov 12, 2023 07:58شهاب خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګونو په وخت د اسرائیلو پینځه ځواکونه وژل شوي دي.