-
د غزې د خلکو د وژلو فیصله د امریکا په لاس کښې ده
Nov 20, 2023 00:32فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل د فلسطین د غزې د خلکو وژله داسې فیصله ده چې امریکا غوره کړي ده او د هغې اجرا کول د صهیونیسټ رژیم پرغاړه دي.
-
د غزې پیښو د خلکو لپاره ډیر پټ حقایق راښکاره کړل
Nov 19, 2023 11:45زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د وسونو او د بریاو د نندرتون له کتنې وروسته وویل: د فلسطین د غزې تړانګې پیښو د دنیا خلکو ته ډیر پټ حقایق ورښکاره کړل چې یو حقیقت یې له نژادي توپیر څخه د لویدیځو هیوادونو د مشرانو پلویتوب دی.
-
غزې کښې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو په هکله د تحقیقاتو لپاره له محکمې غوښتنه:-
Nov 19, 2023 10:37په هیګ کښې د نړیوالې محکمې څارنوال د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو په هکله د تحقیقاتو د ترسره کولو لپاره د پینځو هیوادونو د غوښتنې د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
-
د فلسطین د عکسونو نندرتون د مظلومیت غږ دی
Nov 19, 2023 09:48ایران پرس خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د فلسطین د غزې له مظلومو خلکو د ملاتړ په هدف سره د« فلسطین، مظلومیت، مقاومت او د بریالیتوب» په موضوع سره د عکسونو نندرتون ترسره شو.
-
نتانیاهو د بندیانو په تبادلې کښې خنډونه جوړوي
Nov 19, 2023 08:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر سلاکار «طاهر النونو» وویل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د بندیانو د تبادلې په موضوع کښې خنډونه جوړوي.
-
د مقاومت ځواکونه دوه نور اسرائیلي عسکر هلاک کړل
Nov 19, 2023 08:28شهاب خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د مقاومت له جنګیالیو سره د اسرائیلو د پوځیانو د نښتې په وخت د دوو صهیونیسټ عسکرو د هلاک کیدا خبر ورکړ.
-
صهیونیسټان به ځمکنیو عملیاتو کښې بریالي نشي
Nov 19, 2023 08:17د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر «امیر احمد رضا پوردستان» له خبریالانو سره په مرکه کښې ټینګار وکړ:صهیونیسټان به په ځمکنیو عملیاتو کښې بریالي نشي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ صهیونیسټانو په هلاکت رسېدل
Nov 19, 2023 01:52د صهیونیسټي رژیم پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په وروستیو ورځو کې له فلسطیني مقاومتي ځواکونو سره په نښته کې، شپږ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او اوه نور ژوبل دي.
-
صهیونیسټي رژیم په نړۍ کې د کړکېچ یو له مهمو عناصرو څخه دی
Nov 17, 2023 11:40په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب په غزه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: د بیت المقدس نیواکګر رژیم د لوېدیځې آسیا د سیمې او نړیوالې ټولنې د کړکېچ یوه مهمه برخه ده.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې نږدې ۳ زره فلسطینیان نیول شوي دي
Nov 17, 2023 09:12دوو فلسطیني سازمانونو اعلان کړی چې د تلې له پنځلسمې نېټې څخه د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل او د غزې پر تړانګې د سختې بمبارۍ په ترڅ کې، په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو له خوا ۲۷۹۰ فلسطینیان نیول شوي دي.