د فلسطین د عکسونو نندرتون د مظلومیت غږ دی
ایران پرس خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د فلسطین د غزې له مظلومو خلکو د ملاتړ په هدف سره د« فلسطین، مظلومیت، مقاومت او د بریالیتوب» په موضوع سره د عکسونو نندرتون ترسره شو.
دغه نندرتون چې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د مظلومیت د ملاتړ په هدف او د فلسطین د مقاومت د وسونو نندرې ته د وړاندې کولو په هدف سره د هنر په ژبه ترسره شو د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې تر درویشتمې نیټې پورې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې دوام لري.
د « فلسطین، مظلومیت ، مقاومت او د بریالیتوب» په موضوع سره د عکسونو نندرتون د هغو ماشومانو او د میندو په شمول د غزې تړانګې د وسیدونکو د روان حالت نندرې ته وړاندې کول دي چې د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو سره مخامخ دي.
په پاکستان کښې د ایران کلتوري سلایار «احسان خزاعي» د دغه کلتوري او د هنري نندرتون د ترسره کونکي لوري په توګه له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل په پاکستان کښې د فلسطین د عکسونو د نندرتونو د ترسره کولو تر ټولو مهم پیغام د دنیا خلکو ته د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د مظلومیت ورښودل دي چې صهیونیسټ جعلي رژیم ورباندې هره ورځ وحشیانه حملې او بمبارۍ کوي.
په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم »هم د فلسطین په موضوع سره د عکسونو د نندرتون د لیدلو په وخت وویل د دغه نندرتون هدف او پیغام دا دی چې د غزې مظلوم خلک یوازې نه دي.
هغه وویل جنایتکاره امریکا او ځینې خبیث اروپايي هیوادونه د صهیونیسټ ماشومانو د وژونکي رژیم ملاتړ کوي او دغه جنایتکار رژیم حتی په روغتونونو باندې هم بریدونه کوي خو د غزې مظلوم خلک یوازې نه دي او د هغوې د مظلومیت غږ ټولې دنیا ته مخابره شوی دی.
په پاکستان کښې د سوریې سفیر «رامز الرايي» هم د دغه نندرتون د لیدو په وخت له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې امریکا د ا سرائیلو رژیم په ملاتړ کولو سره په غزې کښې د فلسطینیانو په وژلو کښې نیغ په نیغه رول لري وویل د فلسطین د عکسونو د نندرتون کتنه د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ په معنا ده.