نتانیاهو د بندیانو په تبادلې کښې خنډونه جوړوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر سلاکار «طاهر النونو» وویل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د بندیانو د تبادلې په موضوع کښې خنډونه جوړوي.
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرون په یوه خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه دغه رژیم به د فلسطین په داخل او خارج کښې د حماس غورځنګ د مشرانو او د غړیو د وژلو لپاره هر ډول هڅه وکړي او زر به بندیان سره تبادله شي.
د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» هم ادعا وکړه حماس غورځنګ یوازې د زور په ژبه پوهیږي ، زه سپارښتنه کوم چې زمونږ د هدف د تحقق لپاره چې د حماس غورځنګ له مینځه وړل او د یرغمل شویو کسانو بیرته راستنول دي اقدام ترسره شي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر سلاکار «طاهر النونو» نن له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د اسرائیلو رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو صهیونیسټانو ته دوکه ورکوي او نتانیاهو وخت ضایع کوي او نه غواړي بندیان سره تبادله شي.
النونو وویل د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو نشي کولای حتی یو اسرائیلي پوځي د ځمکنیو عملیاتو له لارې ازاد کړي.
د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي وویل د نیواکګرانو ګواښونه د حماس غورځنګ مشران نشي ویرولی او دغه ګواښونه د دښمن د ماتي خوړلو نښه ده.
هغه وویل صهیونیسټ نیواکګرانو په غزې تړانګې باندې حملې کښې ستر هدفونه اعلان کړي دي خو هغوې ته د رسیدا توان نلري.
طاهر النونو وویل حماس خپلې لارې ته دوام ورکوي او مقاومت ادامه لري او نیواکګرۍ پاې ته رسیږي او د حماس له مینځه وړل یو د نه تحقق وړ توهم دی.