د مقاومت ځواکونه دوه نور اسرائیلي عسکر هلاک کړل
شهاب خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د مقاومت له جنګیالیو سره د اسرائیلو د پوځیانو د نښتې په وخت د دوو صهیونیسټ عسکرو د هلاک کیدا خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم پوځ نن وویل د اسرائیلو د نیواکګر رژيم د یوه کومانډو ډګروال په شمول څلور پوځیان د غزې تړانګې په شمال کښې د فلسطین له مبارزانو سره د جنګ په وخت هلاک شول.
«ټایمز اف اسرائیل» ورځپاڼې پرون د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم د وژل شویو عسکرو د شمیر په هکله ولیکل: په غزې کښې د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهسې تراوسه د اسرائیلو یوپنځوس پوځیان وژل شوي او د تیرې اکتوبر میاشتې په اومه نیټه د «طوفان الاقصی» د عملیاتو له پیل راهسې تراوسه د اسرائیلو د پوځ د وژل شویو عسکرو شمیر څه د پاسه درې سوه اویا ته ورزیات شوی دی.
صهیونیسټي سرچینې په داسې حال کښې د غزې په جنګ کښې د اسرائیلو د درې سوه اویا پوځیانو د وژل کیدا ادعا کوي چې فسطیني سرچینو دغه شمیر غیر حقیقي بللی دی او د مقاومت د ځواکونو په څلورڅلویښتو ورځو جنګونو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د هلاک شویو پوځیانو شمیر څو چنده زیات دی چې باید د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې د اسرائیلو د هلاک شویو پوځیانو شمیر هم له هغه سره ورزیات شي.