-
اسلامي هیوادونه باید د اسرائیلو جنایتونه وغندي
Oct 17, 2023 01:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال «محمد مخبر» د اسلامي هیوادونو لومړیو وزیرانو او خپلو هم څنګانو ته په یوه پیغام کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا نسل وژنه وغندله او د فلسطین له مظلومو خلکو سره د مرستو کولو لپاره یې د اسلامي دنیا د پیوستون پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د اسرائیلو د دړې وړې کیدا لومړۍ مرحله پیل شوي
Oct 17, 2023 01:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د طوفان الاقصی ویاړ رامینځته کونکو پوځي عملیاتو ته په اشارې سره دغه عملیات د صهیونیسټ جعلي رژیم د ژر د دړې وړې کیدا لومړنۍ مرحله وبلله.
-
فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع (۱۰)
Oct 16, 2023 10:26د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د (فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع) نومي لړۍ له ننني (۱۰) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برخه کې ځینې هغه پېښې څېړو چې د ۱۹۴۸ میلادي کال د می د میاشتې په څوارلسمه نېټه، د صهیونیسټي رژیم د رامنځته کېدو سبب شوه، چې د فلسطینیانو او مسلمانانو ترمنځ د (یوم النکبه - د نکبت ورځې) په نوم نومول شوېده.
-
په تیرې اونۍ کې د لویديځي آسیا بدلونونه
Oct 15, 2023 10:57د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیو کې په لویدیځي آسیاسیمې کې د وروستیو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې درته په دغې سیمې کې د ځينو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د اسرائیلو د ظلمونو په هکله مولوي لطیف الله حمید او غیور حسین غالب څه نظرونه لري؟
Oct 15, 2023 11:47د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اسرائیلو له تیرو څو ورځو راهسې د فلسطین د مظلوم ولس پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی مونږ په دې هکله د دیني او د نړیوالو چارو د کارپوه مولوي لطیف الله حمید او د نړیوالو مسائیلو اګاه ښاغلي غیور حسین غالب نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې په دغه ګردي میز کښې درسره شریکوو.
-
ولسمشر رئیسي د قطر له امیر او د عراق له لومړي وزیر سره د فلسطین د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې
Oct 15, 2023 02:23د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د فلسطین د اوسني وضعیت او د غزې د تړانګې د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې.
-
په کابل کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد او د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریون
Oct 15, 2023 04:09زرګونه کسانو د کابل ښار د عیدګاه مسجد مخې ته په راټولېدو سره؛ د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیسټي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر؛ لویه ولسي غونډه او مظاهره وکړه. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د فلسطین د بدلونونو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سلامشورو دوام / له هنیه سره د امیر عبداللهیان لیدنه
Oct 15, 2023 02:53د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د فلسطین د بدلونونو په اړه د سلامشورو په دوام سره، په دوحه کې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
دښمن د مقابلې توان نه لري، په وژلو يې لاس پورې کړی دی
Oct 15, 2023 02:39د حماس غورځنګ د سياسي دفتر مشر اعلان وکړ چې موږ د اکتوبر په اوومه د دښمن د ستراتيژيکې ماتې له ويجاړوونکو پايلو سره چې د صهيونسټي رژيم د سترې زلزلې سبب شو، مخامخ يو.
-
په غزې کې دې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو مخه ونیول شي
Oct 14, 2023 09:01د سورئې ولسمشر په دمشق کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره په کتنې کې ټينګار وکړ، باید هڅه وکړو څو د غزې د مظلومو خلکو به ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروډي ډوله جنایتونو د دوام مخه نیول شي.