فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع (۱۰)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د (فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع) نومي لړۍ له ننني (۱۰) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برخه کې ځینې هغه پېښې څېړو چې د ۱۹۴۸ میلادي کال د می د میاشتې په څوارلسمه نېټه، د صهیونیسټي رژیم د رامنځته کېدو سبب شوه، چې د فلسطینیانو او مسلمانانو ترمنځ د (یوم النکبه - د نکبت ورځې) په نوم نومول شوېده.
مخکې له دې چې د خپل ننني پروګرام اصلي موضوع پیل کړو، باید یادونه وکړو چې د صهیونیسټي نیواک د تیریو پر وړاندې د فلسطین د خلکو پاڅون او مظاهرې، د دویمې نړیوالې جګړې د پایته رسېدو تر کلونو وړاندې، د دې لامل شوي وو چې دوی د خپلو غوښته په ترلاسه کولو کې پاتې راشي او خپلو غوښتنو او هیلو ته رسېدل، په راتلونکو کلونو کې د مناسبو فرصتونو برابرولو ته وځنډوي. د دغو غوښتنو له جملې څخه د صهیونیسټي حکومت د جوړولو پلان وو، چې د انګلستان او صهیونیسټي غورځنګ ترمنځ د موافقې له مخې باید په ۱۹۳۴ کال کې جوړ شوی وای.
خو د صهیونیسټي نړیوال سازمان د مشر حاییم عزرائیل وایزمن(Chaim Azriel Weizmann) د اعتراف له مخې: «دا د فلسطینیانو قوي مقاومت وو، چې په فلسطین کې د پروګرامونو عملي کول، تر ۱۹۴۸ کال پورې وځنډول. په داسې حال کې چې دا پریکړه شوې وه چې په 1934 کې پلي شي. خو یوازې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د یو لړ پیښو په رامنځته کېدو او په تیره بیا د امریکا په هر اړخیز ملاتړ سره، هغه وتوانیده چې صهیونیسټان د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره نور هم نږدې کړي.
د دویمې نړیوالې جګړې په پیلېدو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د هغې د ویجاړوونکو وړانګو په رسېدو سره، ظاهرا د فلسطین په خاوره کې نسبي سوله حاکمه شوه. ځکه، کله چې جګړه پیل شوه، د فلسطین د مقاومتي ډلو تر منځ داسې لېوالتیا وه، چې د دې جګړې پایلو ته انتظار وباسي. پیل شوې جګړه، یوه نړیواله جګړه وه او د جګړې برخلیک او د هغې پایلو خامخا د دوی پر برخلیک هم اغیزه کوله. د دې منطق له مخې، د جګړې په وخت کې د فلسطینیانو په منځ کې د تمې روحیه موجوده وه؛ هغه تمه، چې البته د اسلامي نړۍ د ډېرو هېوادونو له بې کفایتۍ سره مله وه.
خو دوی د صهیونیسټانو پر وړاندې د جنګ او له هغه څخه وروسته، غلي نه شول. د دویمې نړیوالې جګړې پیښې او د نازي آلمان له خوا د یهودانو د یوې برخې ځورول، د دې لامل شول چې یهودیان په نړۍ کې په ستر ښودلو او مظلوم ښودلو سره، هغه فرصت چې له کلونو راهیسې د هغه په لټه کې وو، برابر او د یو خپلواک یهودي دولت د جوړېدو لپاره تر پخوا ډېره زمینه برابره کړي.
د دویمې نړیوالې جګړې په وخت کې، صهیونیسټانو د خپلو غوښتنو د تحقق او په رسمي توګه د فلسطین د خاورې د نیولو لپاره امریکا ته مخه کړه. ځکه؛ لومړی، دوی د انګلستان د 1939 کال د سپین کتاب له ډیزاین څخه ناراضه وو. دویم دا چې، په دې وخت کې انګلستان په دویمه نړیواله جګړه کې د متحدینو تر څنګ او د محور یا متحدینو په مقابل کې وو او همدا کار د دې لامل شو، چې امریکا د نړۍ په مختلفو برخو کې د انګلستان د پخواني استعمار ځای، په تدریجي ډول ډک کړي او نور انګلستان د لومړي ماډل ځواک په توګه مطرح نه وو.
له دغو مواردو پرته، امریکا څه موده مخکې د یهودي دولت په جوړېدو کې د صهیونیسټانو له دې هیلي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو. دا ملاتړ په ځانګړې توګه کله چې د بالفُور اعلامیه خپره شوه، عملي اړخ ترلاسه کړ. په هغه وخت کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ولسون د «یهودي ملت د وطن» په توګه فلسطین ته د یهودانو د راستنېدو له فکره دفاع وکړه او د بالفُور اعلامیه یې مخکې له دې چې د ۱۹۱۷ کال د نومبر په میاشت کې په رسمي ډول خپره شي، تصویب او د هغې په اعلان کې مهم رول درلود. په 1922 کې، د دې هېواد کانګرس په متفقه توګه د بِالفُور اعلامیې په ملاتړ کې د "لوج فش"( Lodge-Fish) پریکړه لیک تصویب کړ.
د دې ریاست په درشل او د روزویلټ (فرانکلین) د ولسمشرۍ پر مهال د ۱۹۴۲ کال د می په ۱۱مه، د امریکا د صهیونیسټانو سازمان ناسته د نیویارک د بالتیمور په هوټل کې جوړه شوه او د "بالتیمور پلان" په نوم یو پروګرام چې په ټول فلسطین کې د یهودي دولت د جوړولو او دې خاورې ته د یهودانو د غیرې محدودې کډوالۍ غوښتنه کړې وه، تصویب کړ. امریکا هم په هماغه دلایلو سره چې انګریزانو له صهیونیسټانو سره د مرستو په اړه فکر کولو، په تېره بیا د فلسطین د ستراتیژیک موقعیت او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د صهیونیسټانو د نفوذ له امله، د نیواکګر صهیونیسټي رژیم له رامنځته کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. له هغه وخت راهیسې امریکا د دغه رژیم د اصلي ملاتړي په توګه راڅرګنده شوه.
د ټرومن د ولسمشرۍ پر مهال، چې په ۱۹۴۵ کال کې او د فرانکلین روزویلټ له مړینې وروسته پیل شوه، په فلسطین کې د مېشتېدو لپاره د یهودانو او د صهیونیسټي موخو لپاره د امریکا ملاتړ، خپل اوج ته ورسېد. دا په همدې کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر هیري ایس ټرومن (Harry S. Truman) د برتانیې لومړي وزیر کلیمینټ اټلي (Clement Attlee) ته یو لیک ولیکه او په ښکاره یې فلسطین ته د یهودانو د کډوالۍ د بشپړې آزادۍ او د هغه د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. د امريکا تر فشارونو وروسته، په ۱۹۴۶ کال کې د امريکا او برتانوي مشاورينو يوې کمېټې، د فلسطين د ځمکې د وضعيت د معلومولو پلان جوړ کړ او پايله يې د «فلسطين د وېش» په نامه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړه.
انګلستان همدارنګه پر ملګرو ملتونو د فشار راوړلو لپاره چې د فلسطین د ځمکې د ټاکلو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي، د 1947 کال په اپریل کې ملګرو ملتونو ته اعلان وکړ چې پر فلسطین د هغه د سرپرستۍ موده پای ته رسېږي او ملګري ملتونه باید یوه حل لاره وړاندې کړي. وروسته د ملګرو ملتونو سازمان چې د هغه وخت د سترو قدرتونو، انګلستان، امریکا او حتی د شوروي اتحاد تر فشار لاندې وو، «د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې کمېټې» تر عنوان لاندې یو ۱۱ کسیز پلاوی (UNSCOP- The United Nations Special Committee on Palestine) چې د "اِنْسْکَاپْ" په نوم پیژندل کېږي، د جلا کېدو لیکو د ټاکلو په موخ فلسطین ته واستولو.
دغه پلاوی له ساحوي پلټنو او د فلسطيني ځمکې د بېلابېلو سيمو له ليدنې وروسته، د دغې ځمکې د وېش طرحه جوړه او ملګرو ملتونو ته يې له ۱۱ رايو څخه په ۷ موافقو رايو سره وړاندې کړه. دا پلان چې د لاتینې امریکا د حکومتونو او د شوروي د همکارۍ تر سخت فشار لاندې د امریکا او بریتانوي سلاکارانو له خوا له مخکې چمتو شوی وو، د ۱۹۴۷ کال د نوامبر په ۲۹ مه په نسبتا کمزورو رایو، یعنې په ۳۳ مثبتو، 13 مخالفو او 10 سپینو رایو سره، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا تصویب شو.
د وېش په پلان کې، چې اقتصادي یووالی، مګر د فلسطین سیاسي وېش په پام کې نیول شوی وو، د فلسطین د ځمکې شاوخوا 43 سلنه برخه - چې نفوس یې 725 زره عربان او شاوخوا 10 زره یهودیان وو – عربانو(عربي دلت) ته ځانګړې شوې وه او د دې ځمکې شاوخوا 56 سلنه برخه چې نفوس یې 498 زره یهودان او 497زره عربان وو، د یهودانو (یهودي دولت) پورې اړوند وه او بیت المقدس هم د حائل سیمې تر نوم لاندې، چې 100زره یهودان او 105زره عربان هلته اوسېدل، باید تر نړیوال څار لاندې وای.
د دې پلان له مخې چې د 181 پریکړه لیک په نوم یادېږي، د 5 هېوادونو بولیویا، چکسلواکیا، ډنمارک، پاناما او فلپین څخه یو کمیسیون وټاکل شو، چې د دې پلان پر سوله ایز تطبیق څارنه وکړي او د ۱۹۴۸ له اکتوبر څخه مخکې په فلسطین کې عربي او یهودي حکومتونه تاسیس کړي.
د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د دې طرحې تصویب، یقیناً د صهیونیسټانو د مشرانو د تصویب سبب شو، ځکه چې تر دې مخکې، یهودیانو د فلسطین په خاوره کې تر دې ډېره کمه برخه په واک کې درلوده، مګر فلسطینیان چې تر دې وړاندې د دې خاورې له ۹۰ سلنې څخه پر ډېرو برخو واکمنۍ درلوده، همدارنګه عربو حکومتونو د دوی سیمه رد کړه، چې یوه طبیعي خبره هم وه، ځکه د یوې ځمکې وېش چې په بشپړه توګه له فلسطینیانو سره تړاو درلود، په پردیو کسانو سره چې د نوي وطن د جوړولو لپاره هلته راغلي وو، دا نه یوازې د منلو وړ نه وه، بلکې ظالمانه هم وو، چې باید په هره ممکنه طریقه د هغه پر وړاندې مقاومت شوی وای.
له همدې امله، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د ۱۸۱ پریکړه لیک له تصویبېدو وروسته، د فلسطین په ټولو ښارونو او ځینو عربي هېوادونو کې سخت لاریونونه وشول. هغه اعتراضونه که څه هم د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د یوشمېر عربو هېوادونو د یوځاې کېدو او له هغوی سره د جنګ لپاره د تیارۍ سبب شول، خو وې نشو کړای چې ۱۹۴۸ میلادي کال د می د میاشتې په څوارلسمه نېټه، د نکبت له ورځې یا د صهیونیسټي رژیم د تاسیس له ورځې څخه مخنیوی وکړي.
ژباړه: زماني