د ایران شوش؛ داسي یو لرغوني ښار چي تمدنونو ته بڼه ورکړه
-
د ایران شوش؛ داسي یو لرغوني ښار چي تمدنونو ته بڼه ورکړه
پارس تودی- شوش، د ایران په جنوب لوېدیځ یو لرغونی ښار دی چي د خوزستان په ولایت کې واقع شوی دی.
"شوش"، د نړۍ یو تر ټولو لرغوني استوګنیز ښار، نه یوازې د لرغوني تمدنونو په پرتم او عظمت باندې ژوندی ګواه، بلکې د مینځني ختیځ د تاریخ په بڼه نیولو کې هم مهم رول درلودل. د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د شوش لرغونی ښار، له ۹۰۰۰ سره پرلپسې استوګنیز تاریخ سره، د نړیوال میراث په توګه په یونسکو کې ثبت شوی دی.
لرغون پېژاند د دې پخلی کوي چي شوش د لومړي ځل لپاره کابو له میلاده ۷۰۰۰ کاله مخکې د عصر حجر (ډبرو زمانه) د یوې کلې په توګه بڼه واخیسته او له میلاده ۵۰۰۰ کاله مخکې، په یوه لوی ښار باندې بدل شو. پراخې هدیرې او لوی عبادت ځایونه بلکه د شوش زیګورات، په لرغوني پړاو کې د دې ښار د مذهبی او سیاسي اهمیت ښودونکی دی.
سیندونه؛ د شوش د ژوندون شریانونه
د شوش استراتیژیک موقعیت د «دز» «کرخه» او «شاوور» سیندونو په مینځ کې نه یوازې د خپلو استوګنو لپاره زرخېزه ځکمه او خوراکي امنیت برابرول، بلکې هغه یې د ایران د هسکو سیمو او میانرودان تر مینځ په یوه سوداګریز مرکز باندې بدلول. جالبه دا ده چي ښار د سیندونو تر مینځ په تر تولو نرۍ سیمه کې جوړ شو څو د طبیعي دفاع له امتیازاتو څخه هم ګټه واخیستل شي.
د ایلام له تمدن سره اړیکې او سیمه ایز مرکزیت
د جوړېدو وروسته، شوش په چټکۍ د یوې سیمهییزې مرکز په توګه بدل شو چې نن ورځ مرکزي خوزستان نومېږي. دا سیمه هم خپل نوم (شوشان) د شوش ښار څخه اخیستی دی. دا ناحیه ځینې وخت په غلطۍ کې د ایلام تمدن سره یوځای ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې ایلام په اصل کې د ایران په هسکو کې او د نن ورځې د جنوبي فارس ولایت په سیمه کې جوړ شوی و. په حقیقت کې، شوشان او ایلام دوه جلا موجودیتونه وو چې د ایلامیانو له خوا د شوش د فتح وروسته (شاوخوا ۲۰۰۰ کاله له میلاد مخکې) په تدریجي ډول سره ګډ شول.
د شوش مذهبي رول او مهمې موندنې
دوې مهمې موندنې – یوه پراخه هدیره او د خښتو یوه ډپه د یو دیني مرکز له پاتې شونو سره ښودنه کوي چې «لومړنی شوش» په لومړي سر کې د یو دیني مرکز په توګه د خپلې سیمهییزې ودې او اهمیت په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
ظریف او نقش لرونکو خاورینو لوښو او په پیچلیو انځورونو سره نقش شویو مهرونو، د «لومړنی شوش» مادي کلتور یې د ایران له هسکو سره، اړونده کوي او هغه یې د میانرودان (بینالنهرین) د همعصر کلتورونو څخه جلا کوي.
د دوهم شوش پړاو او تاریخ ته ور داخلېدل
شاوخوا ۳۵۰۰ کاله له میلاد مخکې، شوش د دوهم شوش په بدلون راوړونکي پړاو کې داخل شو چې له پېشتاریخ څخه تاریخ پړاو ته د ورننوتلو په معنا وه.
په دې دوره کې، لیک، استوانهيي مهرونه، ساده ډلهييز سفالونه او د ډبرینو اثارو نوي ډولونه او فلزي آثار راڅرګند شول چې د تخنیکي او کلتوري پرمختګونو حیرانوونکي ښکارندوي وو.
د لرغوني شوش ښاري جوړښت
لرغونی شوش په ظاهر کې په دریو جلا جلا برخو باندې ویشل کیږي:
*آکروپولیس یا اوچت ښار (د «کیزوم» د سپېڅلې غولې په ګډون سره د لوی زیګورات)
*شاهي ماڼۍ
*اصلي ښار (اسوګنیزې سیمې)
د ایلامیانو او هخامنشیانو پلازمینه
شوش په خپل اوج کې د ایلامي تمدن په پلازمېنې بدل شو. یوه پیاوړې کلتور چې د بینالنهرین د سومر او بابل لویو ښارونو سره یې سیالي کوله.
د هغه سټراټیژیک موقعیت چي دا ښار یې په یو مهم سوداګریز مرکز بدل کړ چې بینالنهرین یې د ایران له هسکو سره نښلول.
زرګونه ارزښتناک آثار د ایلامي دورې څخه موندل شوي چې اوس د ایران او نړۍ په لړغونکوټونو کې ساتل کېږي، په دې کې د پام وړ ټوټې لکه د حمورابي د قانون مشهور یادګاري ډبره.
لومړی داریوش په شوش کې د آپادانا ماڼۍ د جوړولو امر ورکړ، یوه لویه تشریفاتي تالار چې د ۷۲ ستنو په ملاتړ ولاړه ده او یو شمېر یې لا هم په خپل ځای کې پاتې دي او د شاهي مراسمو او غونډو لپاره کارول کېدل.
شوش د خپل معتدل هوا له امله، د امپراتورۍ د ژمني پلازمېنې په توګه مشهور و.
وروسته له هغه، دا ښار د سلوکیانو، اشکانیانو او ساسانیانو تر کنټرول لاندې راغی او د یوه سیمه ایز مهم مرکز په توګه یې خپل مقام خوندي ساتلی و.
په اسلامي دوره کې، شوش د یو ګڼې ګوڼې سوداګریز مرکز په توګه رونق وکړ، خو د مغولو له ویجاړوونکو بریدونو وروسته په دیارلسمه پېړۍ کې مخ په کښته لاړ.
نن ورځ، لیدونکي کولای شي د شوش ښار پخوانیو پاتې شونو تر څنګ، له مختلفو ځایونو لکه د فرانسوي قلعې څخه چي د فرانسوي لړغون پوهانو له خوا د موندنو پر مهال جوړه شوې کتنه وکړي او د دانیال نبي مقبرې ته لاړ شي.
دغه مزار په خپل مخروطي ډول ځانګړي ګنبد سره جلا ښکاري او بېشماره زائران راجلبوي.
نړیوال ثبت او د اوسني زمانې اهمیت
شوش د خپل لوی تاریخي او کلتوري اهمیت په خاطر، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د د یونسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې ثبت شو.
د یونسکو په نړیوال میراث لېست کې د شوش ثبت، په بشري تاریخ کې د دې ښار د بېساري رول تایید دی.
د کارپوهانو په وینا، شوش یوازې یو پخوانی ځای نه دی، بلکې د ټولنیزو، دیني او سیاسي بدلونونو د زرګونو کلونو یو ژوندی آرشیف دی.