-
په لویوسیمه ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
May 30, 2026 13:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
-
علم او پوهه د ديني حکومتوالۍ یوه بنسټیزه ډبَره ده
May 29, 2026 15:03د تهران د جمعې لمانځه خطیب د قربان او غدیر دنیکمرغه اخترونو او د ولایت د اوونۍ په مناسبت په مبارکي ویلو سره ټینګار وکړ چې الهي پیغمبران د انسان د روزنې او د یوې غوره ټولنې د جوړولو لپاره مبعوث شوي دي.
-
د ایران ملت د اسلامي امت لپاره د عزت او مقاومت مشال دی
May 29, 2026 12:41پارس ټوډې - د هند ترکنټرول لاندې جمو او کشمیر د اهل تشیّع د شرعي ټولنې مشر سید حسن موسوي وویل: د ایران ولس د خپل ایمان او دیني هویت په مټ د اسلامي ارزښتونو او د مقاومت چورلیز ساتنه کړې ده.
-
د نیویارک ښاروال؛د ایران پر ضد جنګ باید پای ته ورسېږي
May 29, 2026 12:27پارس ټوډې - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم لهخوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي چې دغه جنګ باید پای ته ورسېږي.
-
د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له وحشته د صهیونیستانو سخته وېره
May 28, 2026 13:16پارس ټوډې - د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
-
له خپلو په حقه دریځونو به هیڅکله هم شاتګ ونه کړو
May 26, 2026 04:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي د ایران خلکو ته په خپل پیغام کې په دې ټینګار وکړ چې تسلیمېدل او شاتګ په ایجنډا کې نشته ، او د یووالي او انسجام ډګر هم د مبارزې یوه بله صحنه ده.
-
د روسیې د ګمرک اعلامیه: له ایران سره سوداګري ۲۰ فیصده زیاته شوې
May 26, 2026 05:14د روسیې د فیډرالي ګمرک د ادارې مشر والري پیکالیف په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره په لیدنې کې وویل: د دواړو هېوادونو سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال په پرتله له ۲۰ فیصدو زیاته شوې ده.
-
په اروپا کې د صهیونیسټي رژیم په اړه کوم علتونه د اختلاف د زیاتېدو سبب شوي دي؟
May 25, 2026 15:05پارس ټوډې - له عامه افکارو سربېره، د اروپا د پارلمان یو شمېر غړو هم د صهیونیسټي رژیم او د دغه رژیم د ځینو چارواکو پر ضد د اروپايي ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
-
اولیانوف؛د ایران د ایټمی پروګرام له مینځه وړل د این پي ټي خلاف دي
May 25, 2026 11:28پارس ټوډې- په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي نماینده میخائيل اولیانوف د ټرمپ او نتنیاهو په دریځونو باندې په کنایه ډوله غبرګون کې کې ټينګار وکړ د ایران د ایټمي پروګرام له مینځّه وړل د این پي ټي تړون په خلاف دي.
-
په ایران باندې د اسرائیلو رژیم په تیري کښې یو ګډون کونکی پایلوټ هلاک شو
May 25, 2026 05:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړ چې په ایران باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستیو پوځي تیریو کښې یو ګډون کونکی پایلوټ«یوفال عنبر» د یوې سپکې الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې وژل شوی دی.