-
بلخ کې د تیلو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه
Jan 11, 2025 01:29د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمهایزو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه.
-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري
Jan 10, 2025 10:08د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د کمښت او نشتوالي له امله، د زېږون او امیندوارۍ د ستونزو له امله، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن مري.
-
په پاکستان کې تېر کال ۷۰ ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي
Jan 10, 2025 09:59په پاکستان کې تېر ۲۰۲۴ کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پيښو شمېر ۷۰ ته ورسید.
-
هلمند ولایت د نباتي غوړیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی
Jan 10, 2025 09:46د افغانستان هلمند ولایت د نباتي غوړیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی دی.
-
تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي
Jan 08, 2025 08:50د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
-
طالبانو افغان خبریال مهدي انصاري پر یو نیم کال بند محکوم کړ
Jan 08, 2025 08:40په کابل کې د طالبانو لومړنۍ محکمې افغان خبریال مهدي انصاري د دغې ډلې پر ضد د «تبلیغ» په تور پر یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
-
ایران په سرحدي سیندونو کې د اوبو د طبیعي جریان پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره د افغانستان پر همکارۍ ټینګار وکړ
Jan 04, 2025 04:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان وکړ چې تهران په سرحدي سیندونو کې د اوبو د طبیعي جریان د دوام او د رامنځته شویو خنډونو په لرې کولو کې له افغانستان څخه د همکارۍ غوښتونکی دی.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت واخان ته د خپلو ځواکونو د ننوتو خبرونه رد کړل
Jan 04, 2025 04:11د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» پرون هغه راپورونه رد کړل چې ګنې پاکستاني پوځیان د افغانستان د بدخشان ولایت واخان ولسوالي ته ننوتي دي.
-
له تاجکستان سره د طالبانو سیاسي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي
Jan 04, 2025 04:05د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې تر پخوا له تاجکستان سره د دوی سیاسي اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
-
له سرحدونو څخه هاخوا هر ډول تیري ته به ځواب ووایو
Jan 04, 2025 04:02د پاکستان او افغانستان تر منځ په فرضي پوله کې د تاوتریخوالي له دوام سره سم، د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې دغه هېواد به د پولې له بلې غاړې هر ډول تیري ته پریکنده ځواب ورکړي.