بلخ کې د تیلو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه
Jan 11, 2025 04:59 Asia/Kabul
د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمهایزو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه.
د چارواکو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.
د بلخ سیمهایزو چارواکو د دغو مراسمو پرمهال ویلي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د دې لپاره ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې ده.
د تیلو د دغې چاڼ خونې چارواکي د سرپرست حکومت له مسئولینو څخه غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.
ټیګونه