-
افغانان سخت ژمی په مخکې لري
Oct 04, 2024 11:33د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې، په راروان ژمي کې یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولای شي، حال دا چې څه باندې ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.
-
د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه مشورتي غونډه نن پیل شوه
Oct 04, 2024 10:43د افغانستان شپږم مشورتي غونډه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لوړپوړو استازو او د افغانستان د سرپرست حکومت د یوه پلاوي په ګډون په مسکو کې جوړه شوه.
-
پر اسرائیلي رژیم د ایران د برید په تړاو د يو شمېر افغانانو غبرګونونه
Oct 04, 2024 08:24يو شمېر افغان سیاسی شخصیتونو او د ټولنيزو شبکو کارونکو پر اسرائیلي رژیم د برید په اړه د ایران د زړورتیا ستاینه کړې ده.
-
د وعده صادق ۲ عملیاتو په تړاو د افغانانو خوشحالي
Oct 03, 2024 12:12د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي، پر نیول شویو سیمو د ایران توغندیزو عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې، دغه برید د صهیونیسټي رژیم د ظلم او وحشت په مقابل کې یو غچ اخیستونکی برید دی، چې د دې ښودنه کوي د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي، د دغه رژیم د هر ډول ظلم پر وړاندې ودرېږي.
-
روسیې ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر
Oct 03, 2024 12:07د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه د جمعې په ورځ جوړېږي. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، په دې غونډه کې د ګډون لپاره، روسیې ته تللی دی.
-
د ایران توغندیز برید د صهیونیسټي رژیم د تېريو پر وړاندې یو مشروع ځواب دی
Oct 03, 2024 12:03په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مرستیال محمد نعیم حنفي وردک، پر نیول شویو سیمو باندې د ایران توغندیزو بریدونو په غبرګون کې، دا اقدام په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د تېريو پر وړاندې یو مشروع ځواب ګڼلی دی.
-
افغان ښځې د ګټېوټې لپاره ډېر لږ فرصتونه لري
Oct 02, 2024 14:16د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د ګټېوټې د موندنې لپاره ډېر لږ فرصتونه لري.
-
په آګسټ میاشت کې په افغانستان کې د پولیو ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې
Oct 02, 2024 14:13د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اګسټ میاشتې له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې په افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
-
په ننګرهار کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله څلور کسان مړه او ۶ ورک دي
Oct 01, 2024 03:03په ننګرهار کې سیمه ایزې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د کوز کونړ اړوند کونړ سیند کې د یوې کښتۍ د ډبېدو په پېښه کې ١٤ کسان اوبو ډوب کړي چې تر اوسه د څلورو کسانو مړینه تایید شوې.
-
راتلونکي ژمي کې ۱۶ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري
Oct 01, 2024 02:53د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښوولې ده. اوچا په یوه بیان کې ويلي، چې را روان ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.