د وعده صادق ۲ عملیاتو په تړاو د افغانانو خوشحالي
(last modified Thu, 03 Oct 2024 11:12:56 GMT )
Oct 03, 2024 15:42 Asia/Kabul
  • د وعده صادق ۲ عملیاتو په تړاو د افغانانو خوشحالي

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي، پر نیول شویو سیمو د ایران توغندیزو عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې، دغه برید د صهیونیسټي رژیم د ظلم او وحشت په مقابل کې یو غچ اخیستونکی برید دی، چې د دې ښودنه کوي د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي، د دغه رژیم د هر ډول ظلم پر وړاندې ودرېږي.

دوی زیاتوي چې، د ایران پوځي ځواک، د مظلومانو ملاتړی او د نړۍ د مستکبرانو پر بدن یو ګوزار دی، چې مسلمانان هېڅکله یوازې نه دي، او کولای شي له دین او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

د ایران د اسلامي انقلاب  سپاه پاسدارانو د چهار شنبې په شپه، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او تورن جنرال عباس نیلفروشان د شهادت په غبرګون کې، د اشغال شویو سیمو درې مهم ځایونه په نښه کړي دي.

په بلخ ولایت کې د چارو یوشمېر شنونکي، د ایران د اسلامي جمهوریت دغه غچ اخیستونکی برید، په حقه بللی او ویلي چې، د فلسطین او لبنان له مظلومو خلکو څخه په دفاع کې دغه برید کولای شي، د دغو هېوادونو د دښمنانو لپاره یو ستر ګوزار وي.

د مزار شریف یو شمېر اوسېدونکي هم د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت له دغه دریځ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، له نورو اسلامي هېوادونو څخه غواړي چې، په دغه ډول حالاتو کې د یو بل ترڅنګ، سره یو موټی شي.

ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم او د هغې د ملاتړو له خوا هر ډول اقدام به، د ایران له سخت غبرګون سره مخ شي.