-
طالبانو په جوزجان کې یو بل کس په عام محضر کې اعدام کړی
Feb 27, 2024 03:11د طالبانو سترې محکمې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته یې د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د فبرورۍ په ۲۶مه په یو تن د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
-
د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین وځنډول شو
Feb 27, 2024 01:14له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د خبر له مخې، ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، خو د سختو ورښتونو له امله، په لسو ولایتونو کې دغه کمپاین د اوس لپاره وځنډول شو.
-
تاسو(امریکایانو)په افغانستان کې د لاسوهنې خوند یوځل څښلی دی
Feb 22, 2024 12:41د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د امریکا د خارجه وزارت د ویندوي متیو میلر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې،د افغانستان اوسني واکمن لوری ، ددغه هیواد د ولس نماینده حکومت وباله او په افغانستان کې ئې د لاسوهنې په باب ورته خبرداری ورکړ.
-
طالبان وايي افغانستان کښې د بې وزلۍ د ختمولو پوره کوشش روان دی
Feb 22, 2024 01:39د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کښې د ټولنیز عدالت د تامین لپاره د اغیزناکو ګامونو پورته کولو هڅې روانې دي.
-
نړیواله ټولنه باید د رفح خلکو د عامې وژنې اجازه ورنکړي
Feb 20, 2024 02:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش» ته په یوه لیک کې، د صهیونیسټي رژیم له خوا د رفح ښار د اوسېدونکو د عامې وژنې په هکله خبرداری ورکړ.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي
Feb 20, 2024 04:47د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش په اېکس پاڼه کې لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې، تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې پکې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
-
طالبان باید د نجونو د زدهکړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي
Feb 20, 2024 04:37په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټولشمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان هم باید په اړه یې په ریښتینې توګه فکر وکړي.
-
په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 20, 2024 02:33د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په کندهار کې د انځور او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی
Feb 20, 2024 02:26د کندهار د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین آخند د کندهار ملکي او پوځي ادارو ته یو مکتوب لېږلی، چې له مخې یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه ویلي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نهدی.
-
په نورستان کې د غره ښویېدنې له امله نږدې ۶۰ تنه مړه او ټپیان شوي
Feb 20, 2024 01:32د افغانستان د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د تېرې شپې د غره ښویېدنې له امله ۲۸ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.