په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146450-په_سمنګانو_ولایت_کې_یوه_ځوان_ځان_وژنه_کړې
د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه‌ ایزې سرچینې د یو ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-02-20T00:02:52+00:00 )
Feb 20, 2024 02:33 Asia/Kabul
  • په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه‌ ایزې سرچینې د یو ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دا ځوان صفت‌الله حکیمي نومېده او د سلواغې پر ۳۰مه سهار مهال یې ځان په خپل کور کې زندۍ کړی دی.

صفت‌الله درې کاله مخکې له سمنګان پوهنتون څخه فارغ شوی وو.

د سرچینو په خبره، نوموړي د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د پاکستان د اسلام‌آباد ښار په «بهاره کوه» سیمه کې هم یوه افغان پناه‌غوښتونکي د کاناډا له خوا د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته، ځان‌ وژلی وو.