په کندهار کې د انځور او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی
Feb 20, 2024 02:26 Asia/Kabul
د کندهار د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین آخند د کندهار ملکي او پوځي ادارو ته یو مکتوب لېږلی، چې له مخې یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه ویلي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نهدی.
په ورته وخت کې د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې چارواکي په کندهار کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخيستو لګېدلي بنديز اندېښمن کړي او ویلي چې دغه کار به خبريالانو ته په سرخوږي بدل شي.
دوی د طالبانو له چارواکو غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.
د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد څه موده مخکې وړاندې ویلي وو چې مشرتابه به یې ډېر ژر د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي، خو تر اوسه دغه کار نهدی شوی.
ټیګونه