تاسو(امریکایانو)په افغانستان کې د لاسوهنې خوند یوځل څښلی دی
د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د امریکا د خارجه وزارت د ویندوي متیو میلر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې،د افغانستان اوسني واکمن لوری ، ددغه هیواد د ولس نماینده حکومت وباله او په افغانستان کې ئې د لاسوهنې په باب ورته خبرداری ورکړ.
د افغانستان د حکومت ویندويم په افغانستان کې د لاسوهنې دپایلو په باب د امریکا د خارجه وزارت د ویندوي دڅرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ او وې وئيل،امریکا یوځل په افغانستان کې د لاسوهنې خوند څښلی دی نو باید بیا دې له لاسوهنو ډډه وکړي.
د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د امریکا د خارجه وزارت د ویندوي متیو میلر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې،د افغانستان اوسني واکمن لوری ، ددغه هیواد د ولس نماینده حکومت وباله او په افغانستان کې ئې د لاسوهنې په باب ورته خبرداری ورکړ.
مجاهد د افغانستان ملی ریډیو ته ووئیل،د طالبانو حکومت دافغانستان د ولس او ددغه هیواد نماینده حکومت دی،که دغه موضوع د چا د خوښې وړ نه وي،نو دا یو حقیقت دی او باید ومنل شي.
هغه دغه راز ووئيل، امریکا په افغانستان کې د خپلو لاسوهنو خوند یو ځل څښکلی دی او نتیجه ئې هم په تیرو شلو کلونو کې ترلاسه کړې ده .
میلر په یوه خبری کنفرانس کې وئيلي وو، مونږ پر ټول شموله پراورګانونو مشتمل یو افغانستان غواړو چې په هغه کې د افغانستان د خلکو د مختلفو ډلو ټپلو نمایندګان وي ، مونږ په افغانستان کې دغو موخو ته په رسیدا پسې یوو.