-
د امریکا د بیا برید په بڼه کښې به ایران یوځل بیا بریالی شي
Feb 16, 2026 01:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې د ایران او د اسرائیلو د رژیم ترمینځ په دولس ورځني جنګ کښې تهران بریالی شو او په ایران باندې د امریکا د بیا حملې په بڼه کښې به بیا هم ایران بریالی شي.
-
د اټومي مذاکراتو په اړه له عراقچي سره د قبرس د بهرنیو چارو د وزیر ټلفوني خبرې
Feb 14, 2026 02:27د قبرس د بهرنیو چارو وزیر کنستانتینوس کمبوس چې هېواد یې دا مهال د اروپايي ټولنې پړاویز مشرتوب پر غاړه لري، د جمعې په ورځ له سید عباس عراقچی سره په ټلفوني اړیکه کې، د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د نوې دورې د پیل هرکلی وکړ او د خبرو د دوام او د تاوتریخوالي د کمولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
-
ایران خپلې رېللارې د افغانستان له لارې له چین سره نښلوي
Feb 14, 2026 02:25ایران یو پلان وړاندیز کړی چې خپله رېللاره د افغانستان له لارې له چین سره ونښلوي. د ایراني چارواکو په وینا، دا لاره د چین او ایران ترمنځ د توکو د لېږد واټن لنډوي او حتی تر اروپا پورې د رېلګاډي مستقیم تګ راتګ ممکنولی شي.
-
ایران د افغانستان د اړتیا وړ پر سون توکو هېڅ محدودیت نهلګوي
Feb 14, 2026 02:20د ایران د تیلو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال په کابل کې د طالبانو د تېلو او ګازو د دولتي شرکت له مشر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.
-
په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل
Feb 14, 2026 02:12د فبرورۍ په ۱۳مه د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ.
-
ذبیحالله مجاهد: د څار ډلې د ماموریت دوام یوه ناکامه تجربه ده
Feb 13, 2026 10:53د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي چې، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغان طالبانو لګول شوي بندیزونه تمدید کړل
Feb 13, 2026 10:48امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو له کمېټې سره د مرستې لپاره د څارنې ټیم ماموریت په یوه خوله د یو بل کال لپاره وغځاوه.
-
عزیزي: نږدې ورځو کې به کندهار کې د سمنټو د تولید فابریکه پرانیستل شي
Feb 13, 2026 10:45د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې په نږدې ورځو کې به په کندهار کې د سمنټو یوه ستره تولیدي فابریکه پرانیستل شي چې په ورځني ډول به د یو زر او ۴۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
-
په افغانستان کې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولید پروژو تړونونه لاسلیک شول
Feb 12, 2026 04:02د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
-
د پاکستان ځانګړي استازي له ریچارډ بېنټ سره د افغانستان په اړه غږېدلی
Feb 12, 2026 03:45د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره لیدلي او د دغه هېواد پر اوسني وضعیت یې خبرې کړې دي.