-
ملګري ملتونو د تحریک طالبان پاکستان د حملو په هکله د اسلام اباد د اندیښنې ملاتړ وکړ
Feb 11, 2026 09:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړ د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه راپور کښې یوځل بیا له افغانستان څخه په پاکستان باندې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د حملو د زیاتیدا په هکله د اسلام اباد د دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل دغه حالت د سیمې د هیوادونو د ژورې اندیښنې او د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوی دی.
-
افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي
Feb 10, 2026 08:49د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د هند او پاکستان ترمنځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کېږي.
-
په کابل کې د دوحې د کاري ډلې درېیمه غونډه وشوه
Feb 10, 2026 08:43د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربهتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې
Feb 10, 2026 08:22د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.
-
طالبانو د سپتمبر د میاشتې له یولسمې نیټې خطرناک حالات رامینځته کړي
Feb 09, 2026 06:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د ترهګرې حملې په مناسبت له پاکستان سره د پیوستون د ښودلو لپاره د نړۍ د هیوادونو د مشرانو په مننې سره د ټروریزم پرضد په ګډې ارادې ټینګار وکړ.
-
خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي
Feb 07, 2026 09:29د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د توطاک په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر نور تلف شوي دي.
-
خلیلزاد: افغان طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
Feb 07, 2026 09:18د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
-
په افغانستان کې سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي
Feb 07, 2026 09:08د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.
-
اروپايي ټولنه د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملي کوي چې نه دي منل شوي
Feb 07, 2026 08:58اروپايي ټولنې ویلي، چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پلان عملي کوي چې په غړو هېوادونو کې یې د استوګنې قانوني حق نه دی ترلاسه کړی.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.