-
په افغانستان کې دامنیت او ثبات ټینګول دامریکا په ایجنډا کې نشته
Jun 28, 2017 00:51تسنیم خبری اژانس راپورورکړ دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پخپل هیواد کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا په دوه ګوڼی اوناسمو کړنو په نیوکو سره وئیلی په افغانستان کې روانې شخړې او ترینګلتیاوې په افغانستان او سیمې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا د دوه ګوڼی چلند اوتیروتنو نتیجه ده .
-
دافغانستان ولس له ترهه ګرو سره دمقابلې توان لری
Jun 28, 2017 00:41زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا دجنوبی کوریا په سئول کې د اوورایشیا دپارلیمانونو دمشرانو دغونډې په څنډې کې د افغانستان د ولسی جرګې له مشر عبدالرؤف ابراهیمی سره په کتنې کې دافغانستان دامنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد :ې دبهرنیو عسکرو شتون غیر ضروری وباله او ټینګار ئې وکړ په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو شتون د دغه هیواد دپرمختګ خنډ شوی دی .
-
عربستان له قطر سره داړیکو دعادی کولو لپاره په وړاندې شویو ۱۳شرطونو خبرې اترې نه کوی
Jun 28, 2017 03:17فارس خبری آژانس راپور ورکړ دسعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر په دې خبرې په ټینګار سره چې هیواد ئې فه قطر سره داړیکو دعادی کولو لپاره د دغه هیواد د دیارلسو شرطونو په باب هیڅ ډول خبرې اترې نه منی روښانه کړې و قطر باید دعربستان دغوښتنو دمنلو او منزوی کیدا ترمینځ یو کار وټاکی .
-
واشنګټن په امریکا کې دترهه ګرو اقداماتو پر اصلی لاملونو سترګې پټې کړی
Jun 28, 2017 02:20دایران دخارجه وزارت و یندوی بهرام قاسمی دامریکا دسترې محکمې د وروستۍ مهاجرت ضد فیصلې په غبرګون کې روښآنه کړې ، واشنګټن دتجارت دلنډفکره دلیلونو په اساس د ډیرو ترهه ګرو اقداماتو پر اصلی لاملونو سترګې پټوی ، او په ښکاره غلط ادریس وړاندې کوی .
-
دپاره چنارد شهیدانودکورنیو اوځوانانو دغوښتنوترمنل کیدوپورې به له دوی سره یوځای وو
Jun 27, 2017 09:40زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دکورمې ایجسنۍ په پاره چنار کې د قدس د ورځې دشهیدانو له کورنیو سره یو ځای د زرګونو ځوانانو پرلتۍ وهنې نن په پنځه ورځ هم دوام لری او دباؤنه ئې تر دې رسیدلی چې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا بلاخره هم دپاره چنار دشهیدانو له کورنیو او ځوانانو سره دخبرواترو لپاره دپاره چنار په لور وخوځید.
-
د سترو دروغ وئیلو وخت تیر شوی دی
Jun 27, 2017 10:32دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن له ایسنا خبری آژانس سره په خبرو کې په عربستان کې په امنیتی ضد فعالیتونوکې دلاس درلودلو په تور د درو ایرانیودنیولو په باب دسعودی رستیو د ادعا په غبرګون کې وویل ، دسترو دروغ وئیلو اوپر نورو دتپلو وخت تیر شوی دی .
-
دامریکا سټراټژی له ترهه ګرۍ سره څنګ په څنګ ده
Jun 27, 2017 10:20زمونږخبریال راپور راکړ دایران د اسلامی شورا مشرعلی لاریجانی نن دجنوبی کوریا په سئول کې اوریشیا دحوزې دهیوادونو د پارلیمانو دمشرانو په غونډې کې پخپلې وینا کې ټینګار وکړ دامریکا سټراټژی له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ده بلکې له دې سپیره بلا سره څنګ په څنګ ده .
-
دپاره چنار دمظلوم ولس په ملاتړ کې په اسلام اباد کې هم دینی عالمانوپرلتۍووهلې
Jun 26, 2017 11:39زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دکورمې ایجنسۍ په پاره چنار کې دقدس دورځې له بوږنونکو چاودنو وروسته په دغه ښار کې په سلګونو ځوانانو پرلتۍ وهلی چې نن دڅلورمې ورځې هم روانې دی او وئیل کیږی چې نن په لسګونو زره خلکو دنیکمرغه کوچنی اختر لمونځ هم له پرلتۍ وهونکو سره یو ځای په پی اې چوک کې ادا کړی او ګواښ ئې کړی چې که د شهیدانو د کورنیو سره یو ځای د پرلتۍ وهونکو ځوانانو غوښتنې ونه منل شی نو په راتلونکو ورځوکې به دهرډول حالاتو مسئولیّت دځای او مرکزی حکومت په غاړه وی .
-
یمن د عربستان یوه جنګي کشتۍ په نښه کړه
Jun 26, 2017 02:11یمني ځواکونو د دغه هیواد په سواحلو کښې د عربستان په جوړ کړي ائتلاف پورې اړونه یوه پوځي کشتۍ وویشتله.
-
د پاراچنارله بوږنونکی ترهه ګرې حملې وروسته د پاراچنار د حالاتو په اړه د کورمې ایجنسۍ دتکړه عالم علامه مزمل حسین طوری ځانګړی مرکه دلته واورئ
Jun 25, 2017 10:55د پاراچنارله بوږنونکی ترهه ګرې حملې وروسته د پاراچنار د حالاتو په اړه د کورمې ایجنسۍ دتکړه عالم علامه مزمل حسین طوری ځانګړی مرکه دلته واورئ