-
ایران په قزاقستان کښې د ارامښت د ټینیګدا هیله وکړه
Jan 06, 2022 09:29زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده هیله وکړه چې زر تر زره قزاقستان ته ارامښت ورستون شي .
-
د ایران د سیمرغ د سپوږمکۍ وړونکي توغندي ازمایشي توغول ،خارجي پروپاګنډې او دروغ ویل :-
Jan 01, 2022 10:12امریکا او ځینې اروپايي هیوادونه چې په ایران کښې د هر ډول بریالیتوب پرضد پروپاګنډې کوي او د حقیقتونو د اپوټه ښودلو کوشش کوي دا ځل هم د سیمرغ سپوږمکۍ د وړونکي توغندي توغول داسې پلمه ګرځولي ده چې د ایران توغندوي پروګرام د امنیت لپاره ګواښ معرفي کړي .
-
سائنسي او تحقيقاتي پرمختګونه د ايران د ملت مسلم حق دے
Jan 01, 2022 01:14د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د هوا – فضاء د برخې په شمول سائنسي او تحقيقاتي پرمختګ د ايران دملت مسلم حق وبلۀ او وېويل: هيڅ يو پرېکړليک ايران د سېټيلائيټ وړلو د برخې په شمول اړونده فضائي تحقيقاتو او آزمائنو له پروګرامه نه منعې کوي.
-
د امریکا نوي بندیزونه له جدیت او ښه نیت سره تضاد لري
Dec 08, 2021 02:45فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا په ټویټر پیغام کښې د ویانا د خبرو اترو په بهیر کښې د ایران په څو کسانو او ارګانونو باندې د امریکا په نویو بندیزونو نیوکه وکړه .
-
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر نن شپه ایران ته راځي
Dec 05, 2021 10:52زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن شپه تهران ته راځي .
-
د ایران د سرحدي ځواکونو او د طالبانو نښته پاې ته رسیدلي ده
Dec 02, 2021 00:58زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده له طالبانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو د جګړې د ختمیدا خبر ورکړ .
-
په افغانستان کښې د کډوالو په حالت د ايران اندېښنه
Nov 22, 2021 13:53د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د يخنۍ په رارسېدو د افغانستان د کډوالو په حالت اندېښنه څرګنده کړه.
-
ایران ارمنستان او اذربایجان جمهوریت زغم ته وروبلل
Nov 17, 2021 01:00زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان په سرحدي سیمو کښې د نویو پوځي جنګونو په رامینځته کیدا باندې د اندیښنې په ښودلو سره دواړه هیوادونه زغم ښودلو او د جنګونو د لمن له پراخولو څخه ډډه کولو ته وروبلل .
-
ایران د عراق په لومړي وزیر حمله وغندله
Nov 07, 2021 11:20زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عراق د لومړي وزیر د وژلو هڅه وغندله .
-
ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې
Nov 03, 2021 03:00د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند په يو ټوئيټ کښې د ايران په خلاف د نورو آپشنونو د تعقيبولو په اړه د آنتوني بلېنکن د وروستيو څرګندونو په ردعمل کښې وليکل، ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې.