د امریکا نوي بندیزونه له جدیت او ښه نیت سره تضاد لري
Dec 08, 2021 02:45 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا په ټویټر پیغام کښې د ویانا د خبرو اترو په بهیر کښې د ایران په څو کسانو او ارګانونو باندې د امریکا په نویو بندیزونو نیوکه وکړه .
هغه وویل امریکا حتی د ویانا د خبرو اترو په وخت هم د ایران پرضد د بایکاټونو له لګولو لاس نه اخلي .
خطیب زاده په دې خبرې سره چې امریکا د دغه مسلې د درک کولو جوګه نه ده چې د زیات دباو راوستل او ډيپلوماټیکې خبرې د یوبل پرضد چارې دي وویل بایکاټونه نه یوازې کومه رغنده چاره نه ده بلکې د ادعا وړ له نیت او جدیت سره په تضاد کښې ده .
ټیګونه