ایران ارمنستان او اذربایجان جمهوریت زغم ته وروبلل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان په سرحدي سیمو کښې د نویو پوځي جنګونو په رامینځته کیدا باندې د اندیښنې په ښودلو سره دواړه هیوادونه زغم ښودلو او د جنګونو د لمن له پراخولو څخه ډډه کولو ته وروبلل .
سعید خطیب زاده د پیژندل شویو نړیوالو سرحدونو ته د هیوادونو د احترام پرضرورت باندې ټینګار سره ارمنستان او اذربایجان جمهوریت له سوله ییزو لارو او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل کولو ته وربلل .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت په ګډو سرحدونو کښې روان تاوتریخوالي په سیمه کښې پرمختګ او سولې ته د رسیدا د سوکه سوکه بهیر لپاره خطرناک وبلل او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت د تیر وخت په شان په سیمه کښې د امنیت او د ثبات د ټینګولو او د اختلافاتو د حل لپاره له باکو او ایروان سره مرسته کولو ته چمتو دی .
د روسیې اینترفاکس خبري اژانس د ارمنستان د پارلمان په قول وویل له اذربایجان جمهوریت سره د د ارمنستان په سرحد کښې په جنګونو کښې د ارمنستان پینځلس (۱۵) پوځیان وژل شوي دي او د اذربایجان پوځیانو دغه راز د ارمنستان دولس (۱۲) پوځیان ژوندي نیولي هم دي .