ایران د عراق په لومړي وزیر حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107994-ایران_د_عراق_په_لومړي_وزیر_حمله_وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عراق د لومړي وزیر د وژلو هڅه وغندله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 07, 2021 14:50 Asia/Kabul
  • ایران د عراق په لومړي وزیر حمله وغندله

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عراق د لومړي وزیر د وژلو هڅه وغندله .

هغه نن د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د وژلو لپاره د ناکامه هڅې په غندلو سره د عراق له ثبات ، امنیت او ارامښت په ملاتړ  کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په ثابت  او دوامداره دریځ ټینګار وکړ .

خطیب زاده د هغو دسیسو په هکله چې د عراق په امنیت او پرمختګ یې ګوزار کړی دی د ټولو خلکو د هوښیارۍ پرضرورت ټینګار سره دا ډول پیښې د هغو لورو د ګټو په لړ کښې وبللې کومو چې په تیرو اتلسو (۱۸) کلونو کښې د عراق په ثبات ، امنیت ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا تیری کړی دی او د ترهګرو ډلو په جوړولو او د فتنې په رامینځته کولو سره خپلو سیمه ییزو سپیرو هدفونو ته د رسیدا کوشش کوي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عراق د لومړي وزیر مصطفي په سالم پاتې کیدا باندې د خوښې په څرګندولوسره هیله وکړه چې د عراق  خلک ،حکومت او سیاسي ډلې په اتحاد او پیوستون سره د هیواد د پراختیا او د غوړیدا سریزې برابرې کړي .