-
د مخه نیوونکي ځواک زیاتوالی او د دښمنانو خام تصور ته د ایران پرېکنده ځواب
Jan 14, 2025 12:52د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو ته د نویو تجهیزاتو اضافه کول او د دفاعي تمرینونو ترسره کول، دا ټول کولای شي د دښمنانو د خام تصور لپاره یو قاطع ځواب وي.
-
د ایران پوځ ته ۱۰۰۰ ستراتېژیکې او د استحکاماتو ضد ډرون الوتکې ورکړل شوې
Jan 14, 2025 11:12د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له جنګي سازمان سره ۱۰۰۰ ستراتیژیکې، پټوونکې او د استحکاماتو ضد بې پیلوټه الوتکې شاملې شوې، چې په دې ډله کې درې ډوله بې پیلوټه الوتکې شتون لري.
-
ایران د سترو جنګونو اوا اوږدمهاله ډغرو لپاره له دښمانانو سره مقابلې ته تیار دی
Jan 12, 2025 08:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي وویل: د ایران وسله وال ځواکونه کلونه کلونه کیږي چې په ظاهره د سترو قدرتونو له پرله پسې تیاریانو سره، سترو پراخو او درنو او حتی اوږد مهاله جنګونو ته تیار شوي دي.
-
ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه
Dec 25, 2024 08:13د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علي لاریجاني پرون وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ډېر بدلونونه وشول، لکه تپل شوې جګړه، د امریکا لخوا د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو ۳۳ ورځنی جنګ، په سوریه کې جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او په یمن کې جګړه؛ خو ایران د انقلاب د رهبر په هوښیارانه رهبرۍ او د شهید جنرال قاسم سلیماني په حضور سره، ګام په ګام سیمه د ترهګرو له ناوړه وجوده پاکه کړه.
-
په ځمکې، سمندر او هوا کې هېڅ ځواک پر سپاه پاسداران باندې د برلاسي کېدو توان نه لري
Dec 24, 2024 04:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان پر دې خبرې په ټینګار سره چې، په نړۍ کې هېڅ قدرت نشته چې په ځمکه ، سمندر او هوا کې د سپاه پاسداران پر ځواک برلاسی شي وویل : د ایران د اسلامي جمهوریت ځواک له سرحدونو بهر وتلی دی.
-
د ایران وسله وال ځواکونه په کلک هوډ سره د دښمن په مقابل کې ولاړ دي
Nov 29, 2024 03:07د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د پنجشنبې په ورځ په یولړ مراسمو کې زیاته کړه چې په هغه خاوره کې چې باثباته دفاع او امنیت نه وي، هېڅ ډول مذهبي، کلتوري، سیاسي او ټولنیز فعالیت او کړنې پکې ممکنې نه دي او نن سبا د اسلامي ایران د پولیسو قومانداني د نورو وسله وال ځواکونو په هڅو سره، د دې مهمې دندې مسولیت په غاړه لري.
-
د ایران په سویل ختیځ کې دوه امنیتي ساتونکي په شهادت رسېدلي
Nov 18, 2024 11:47د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس قرارگاه عامه اړیکو، د ایران په سویل ختیځ کې په سراوان ښار کې د دوو امنیتي ساتونکو د شهادت خبر ورکړ.
-
د لبنان د حکومت او مقاومت له پرېکړو ملاتړ کوو
Nov 16, 2024 02:37د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار ویلي: هره پریکړه چې د لبنان حکومت او مقاومت یې وکړي، د هغه ملاتړ کوو.
-
صهیونیسټي رژیم د بشپړې ماتې په درشل کې دی
Nov 09, 2024 02:57د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د فلسطین او غزې د خلکو مقاومت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دغه رژیم بالقوه ماتې په اوسنيو حالاتو سره خورا نږدې ده.
-
د ایران او پاکستان دفاعي چارواکو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Nov 09, 2024 02:38د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او د دفاع د وزیر مرستیال د پاکستان له لوړرتبه دفاعي او پوځي چارواکو سره په کتنه کې، دواړو هېوادونو د دفاع په ډګر کې د ګډو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.